کاناډا د روغتیا نړیوال سازمان ته د ایبولا ۸۰۰ واکسینه سپاري

د انځور حقوق PHAC
Image caption په انسانانو باندې د دغه واکسین ازمایښت روانه اونۍ پیل شو

کاناډا وايي، د ایبولا ضد ۸۰۰ واکسینه به د روغتیا نړیوال سازمان ته ور کړي.

دغه واکسین کولی شي چې د ایبولا وژونکې ناروغۍ پر وړاندې په بشپړ ډول حیوانات خوندي وساتي خو پر انسانانو یې اغېز لا څرګند نه دی.

په انسانانو باندې د دغه واکسین ازمایښت روانه اونۍ پیل شو چې د روغتیا نړیوال سازمان په وینا په اروپا او افریقا کې به لا ډیر ازمایښتونه تر سره شي.

د کاناډا د روغتیا سازمان وویل، دغه واکسین" د دغې خپرې شوې ناروغۍ پر وړاندې کیدای شي یوه ارزښتناکه وسیله وي."

د ایبولا ناروغي د افریقا په لویدیځ کې تر ۴۵۰۰ د ډېرو کسانو د مړنې لامل شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر دسمبر پورې به په اونۍ کې ۱۰ زره کسان په ایبولا اخته شي.

د دغې ناروغۍ پر وړاندې هیڅ درمل یا تایید شوی واکسین نه شته خو نوي او تازه ازمایښتونه دوام لري.

هغه واکسین چې کاناډا یې د روغتیا نړیوال سازمان په واک کې ور کوي د دغه هېواد د میکروبیولوژي په ملي ازمایښتځي کې جوړ شوی دی. په امریکا کې څېړنیزې موسسې والتر رید خپل ازمایښتونه پیل کړي خو دا تمه نه شته چې له دسمبر میاشتې مخکې یې دې پایلې تر لاسه شي. کاناډا به د دغه ۸۰۰ واکسینو لېږد د دوشنبې په ورځ پیل کړي. په جرمني، سویس او د افریقا هغه هېوادونو کې چې لا دغه ویروس په کې نه دی خپور شوی پر دغه واکسین به لا ډیر ازمایښتونه تر سره شي. د کاناډا د روغتیايي سازمان مشر ډاکټر ګریګوري وویل:"دغه واکسین چې د څو پرله پسې کلونو د علمي څېړنو لاسته راوړنه ده کیدای شي د ایبولا د مخنیوي لپاره یوه ښه ذریعه وي." همدې مهاله په امریکا، بریتانیا او مالي کې یو بل واکسین تر ازمایښت لاندې نیول شوی. دغه واکسین د درمل جوړونې شرکت ګلاکسو سمیت کلاین جوړ کړی دی.

خو د دغه شرکت چارواکي وايي، د دغه واکسین اغیز او خوندیتوب به د ۲۰۱۵ تر وروستیو پورې په ډاګه نه شي.

ورته مطالب