د بریتانوي اقتصاد د ودې کمېدو اټکل شوی

د انځور حقوق b
Image caption د اوږدمهال اقتصادي ځنډني حالت د مخنیوي لپاره باید د سود نرخونه کم وساتل شي

د اي وای آیټم کلب (EY ITEM Club) په نامه یوې څېړنېزې ټولنې ویلي، په ۲۰۱۵ کال کې به د بریتانیا اقتصادي وده ۲،۴ ( دوه اعشاریه څلور) سلنې ته راښکته شي، چې د روان کال له ۳،۱ (درې اعشاریه یو) سلنې اټکل شوې ودې ډېره کمه ده. یادې شوې ټولنې وړاندویېنه کړې، چې په دغه هېواد کې راروانې ټاکنې او ورسره مل سیاسي ناجوتوالی به د یو شمېر پانګونو مخه ونیسي. د اي وای آیټم کلب څېړنیزې ټولنې په وینا، په اروپايي ټولنې کې د غړیتوب په اړه د بریتانیا ګامونه او د اوکراین کړکېچ به هم د اقتصادي ودې د دغه ورووالي لامل شي.

د دوه اعشاریه څلور سلنې دغه شمېره تر هغو شمېرو ډېره کمه ده چې تر دې وړاندې د انګلستان بانک، سي بي آی او د پیسو د نړیوال صندوق لخوا وړاندې شوې وې.

تېره اونۍ د یاد شوي بانک مشر اقتصاد پوه انډریو هالډین ویلي وو، چې دی د کمزورې نړیوالې ودې، د مزد د ورو ودې او مالي او سیاسي ګواښونو له کبله د بریتانیا اقتصاد ته اندېښمن دی.

نوموړي ټینګار کړی و، چې د اوږدمهال اقتصادي ځنډني حالت د مخنیوي لپاره باید د سود نرخونه کم وساتل شي. د اي وای آیټم کلب ادارې اقتصادي سلاکار پیټر سپینسر په وینا، د ناخالصو کورنیو تولیداتو د ودې په اړه وړاندوېینه لا هم په پرتلیزه توګه ښه ده.

خو ټینګار یې په دې کړی، چې پانګونې ته ورپېښې ننګونې او نړیوال ګواښونه هغه څه دي چې بدلون پکې راغلی.

نوموړي همداراز ویلي، چې د بریتانیا صادراتي وضعیت لا هم ستونزمن ښکاري.

د یادې شوې ادارې په خبره د روان کال په سر کې داسې برېښېده چې ګواکې اقتصادي انډول بېرته پر ځای کېدونکی دی، خو هغه ناسم وخوت.

د دغې څېړنیزې ټولنې په وینا په بریتانیا کې ناجوت سیاسي حالت د پانګوالو باور زیانمن کړی دی.

د انځور حقوق PA
Image caption د بریتانیا صادراتي وضعیت لا هم ستونزمن ښکاري

د دوی په دغه رپوټ کې راغلي، د انفلاسیون کچه به د تېر په څېر کمه پاتې شي.

اوسمهال یې کچه یو اعشاریه دوه سلنه ده، چې په تېرو پینځو کلونو کې تر ټولو ټیټه ده او د ۲۰۱۵ کال لپاره یو اعشاریه درې سلنه اټکل شوې. د اي وای آیټم کلب ټولنې د پانګونې او کاروبارونو د هڅونې لپاره په سیاسي پرېکړو کې له ځیرنې او پامه کار اخيستل اړین بللي دي.

ورته مطالب