"د تاوتریخوالي له کبله هرو پنځو دقیقو کې یو ماشوم مري"

Image caption د تاوتریخوالي قرباني شوي ماشومانو ماغزه د داسې يوه پوځي د ماغزو په څېر کار کوي چې د جګړې په ډګر کې یې وخت تېر کړی وي.

د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف په خپل یوه رپوټ کې ویلي چې د نړۍ په کچه هرو پنځو دقیقو کې یو ماشوم د تاوتریخوالي له کبله مري.

یونیسف له ماشومانو د هر ډول ناوړه ګټه اخیستنې پر ضد تر ۲۰۳۰ کال پورې د نویو هدفونو پر ټاکلو ټینګار کړی دی.

د دغې ادارې د بریتانیې څانګې له خوا په خپور شوي رپوټ کې ویل شوي چې د ماشومانو ډېری مړینې له جنګ ځپلو سیمو نه بهر پېښېږي.

رپوټ زیاتوي چې له ۲۰ کالو نه د کم عمر لسګونه زره ځوانان خپل ځانونه په کورونو، ښوونځیو او نورو ځایونو کې خوندي نه احساسوي.

په رپوټ کې د وګړو زیاتېدونکی شمېر، د ځوانانو بې روزګارۍ او د برابرۍ نشتوالي ته د ګواښونو په توګه ګوته نیول شوې ده.

د یونیسف د بریتانیې څانګې د (له ګواښونو سره مخامخ ماشومان: د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو لپاره ګامونه) تر نامه لاندې رپوټ د ماشومانو لپاره د یوه کمپاین د پیلېدو پر مهال خپور کړی دی.

رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی که د نړۍ په کچه حکومتونه ګامونه پورته نه کړي نو راتلونکی کال له ۲۰ کلونو نه د کم عمر ۳۴۵ ماشومان ښايي د هرې ورځې په حساب ومري.

د رپوټ په پلټنو کې دا خبره جوته شوې چې د تاوتریخوالي قرباني شوي ماشومانو ماغزه د داسې يوه پوځي د ماغزو په څېر کار کوي چې د جګړې په ډګر کې یې وخت تېر کړی وي.

ډېر امکان لري چې له دوی ۳۰ سلنه ماشومان تر اوږدې مودې پر رواني ناروغیو اخته شي.

یونیسف وايي چې بې وزلۍ کې اوسېدونکي ماشومان په پرتلیز ډول د تاوتریخوالی ډېر قرباني کېږي.

په لاتینی امریکا کې ځوانۍ ته تر رسېدو وړاندې د تاوتریخوالي له کبله د هلکانو د مړینې شونتیا د بریتانیې په پرتله ۷۰ سلنه ډېره ده.

د یونیسف د بریتانیې څانګې اجرایوي مشر ډېوډ بېل وویل: "موږ غواړو هغه ماشومان چې په وېره کې ژوند کوي ځانونه خوندي احساس کړي".

نوموړي وویل: "یوازې په نړیواله کچه د هدفونو ټاکلو له لارې کولو شو نړۍ د ماشومانو لپاره په یوه خوندي ځای بدله کړو".

د یونیسف د بریتانیې څانګې ویلي چې یوازې ۴۱ هېوادونو پر ماشومانو د تاوتریخوالي په برخه کې په ښکاره ډول بندیز لګولی دی.

خو په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې بډای هېوادونه په دې تړاو بې غوره نه شي پاتې کېدای ځکه هېڅ داسې هېواد نه شته چې په کې ماشومان په بشپړ ډول خوندي وي.

ورته مطالب