پاکستاني طالبانو خپل ویاند شړلی

شاهد الله شاهد د انځور حقوق BBC World Service
Image caption شاهد الله شاهد (په منځ کې) د پاکستاني طالبانو تحریک کې د اړیکو د برخې مسؤول و.

پاکستاني طالبانو ویلي، خپل ویاند یې شاهدالله شاهد له دې کبله لیرې کړی، چې له "اسلامي دولت" ډلې سره یې خپل بیعت اعلان کړی و.

د پاکستاني طالبانو تحریک وايي، د ښاغلي شاهد ځای ناستی یې ټاکلی، خو نوم یې نه دی په ډاګه کړی.

پاکستاني طالبانو په یوه ویناپاڼه کې د افغان طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره خپل ملاتړ اعلان کړی.

تېره اونۍ د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند شاهدالله شاهد او پنځو نورو پاکستاني طالب قومندانانو د "اسلامي دولت" له هغې ډلې سره خپل بیعت اعلان کړی و، چې د عراق او سوریې پر ډېرو برخو واکمنه ده.

شنونکي وايي، "اسلامي دولت" ډله طالبانو، القاعدې او نورو اورپکو ته لوی سرخوږی جوړوي.

د پاکستاني طالبانو ویناپاڼه وايي، شاهدالله شاهد د دوی د ویاند یو مستعار نوم و، چې اصلي نوم یې شیخ مقبول و.

په اسلام اباد کې د بي بي سي اردو برخې مشر هارون رشید وايي، دا د پاکستاني طالبانو د تحریک په منځ کې یوبل درز دی، چې وړاندې یې د وېشل کېدا اټکل شوی و.

تېره اونۍ د پاکستاني طالبانو مشر منلې وه، چې ددوی ویاند شاهدالله شاهد او پنځو نورو جګپوړو طالب قومندانانو د ملا محمد عمر په مشرۍ شک ښودلی و او د پاکستاني طالبانو له تحریکه ووتل.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاکستاني طالبانو د اسلام اباد د ادارې پرضد فعالیتونو ته دوام ورکړی

سرچینه وايي، په دغو کسانو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د اورکزیو، کورمې ایجنسۍ، او خیبر قبایلي سیمې، پېښور او هنګو ولسوالیو مشران هم دي.

د اورکزیو د طالبانو مشر سعید خان د پاکستاني طالبانو له تحریکه په جلا کېدو دغې ډلې ته یو لوی ګوزار دی.

بي بي سي ته د طالبانو د تحریک یوه لوړپوړي مشر له یوه نامالوم ځایه د تیلیفون پر کرښه وویل: "هغه له تحریک نه د پنځو وتلو کسانو په ډله کې تر ټولو مهم کس و. نور کسان ډېرې مهمې څېرې نه وې".

د پاکستاني طالبانو تحریک له تېرو څو کلونو راهیسې د حکومت پرضد جنګېږي، خو د تېر کال نومبر میاشت کې کله چې امریکايي څارګرو الوتکو د دغې ډلې مخکنی مشر حکیم الله مسید وواژه، ددغې ډلې په منځ کې د مشرۍ په اړه اختلافات راپورته شول.

په تېر اګست کې د ډیورنډ پر کرښه د مومندو قبایلي سیمه کې د پاکستاني طالبانو له تحریک نه یوه ډله جلا او د جماعة الاحرار په نامه نوې ډله یې اعلان کړه.

په تېر جون کې د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان کې د اورپکو د ځپلو په موخه پوځي عملیات پیل کړل.