د کاناډا د پارلمان ودانۍ کې ډزو یو کس وژلی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کاناډا رسنیو ویلي چې په ډزو کې یو پوځي ټپي شوی دی.

د کاناډا پلازمېنه اوتاوا وروسته له هغې له یو لړ ګډوډۍ سره مخامخ شوې، چې د دغه هېواد د پارلمان په ودانۍ کې ډزې وشوې او یو وسله وال سړی پکې ووژل شو. تر دې لږ وړاندې یو سرتېری چې په ور څېرمه سیمه کې یې د جګړې په یادګاري څلي کې د ساتونکي دنده تر سره کوله، په ډزو ووژل شو.

وژل شوی وسله وال بریدګر مایکل زیهاف بیبو نومېده او د کاناډا اوسېدونکی و. چارواکي وايي، نوموړی تر دې وړاندې د لوړې کچې د ګواښ په رامنځته کولو کې شکمن ګڼل شوی و او له همدې کبله ترې پاسپورت هم وار له مخه اخېستل شوی و.

د برید پر مهال د کابینې د غړو په ګډون د پارلمان ډېر استازي په دغې ودانۍ کې وو او د ډزو له اورېدو وروسته یې ځانونه دننه خوندي کړي وو. لومړی وزیر سټیفن هارپر له ډزو سمدستي وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا له ودانۍ ویستل شوی و.

د کاناډا ښار اوتاوا کې د پارلمان ودانۍ دننه او بهر ډزې شوې دي.

عیني شاهدانو ویلي دوی یو وسله وال کس د اوتاوا ښار د څلي له لوري د ډزو کولو په حالت کې ولید چې حکومتي ودانیو په لور یې منډې وهلې.

سیمه کې له نږدیو حکومتي ودانیو هم د ډزو اوزاونه اورېدل شوي دي.

د کاناډا رسنیو ویلي چې په ډزو کې یو پوځي ټپي شوی دی.

دا پېښه لږه شېبه وروسته له هغې را منځ ته شوه چې د کاناډا حکومت په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ګواښ له لږ نه منځني درجې ته لوړ کړ.

د کاناډا د پارلمان دوه غړو ویلي چې وسله وال کس وژل شوی دی خو حکومتي سرچینو لا د دغه خبر پخلی نه دی کړی.

د اوتاوا ښار پولیسو په ټویټر لیکلي چې د جګړې پر څلي ډزې شوې او یو کس ټپي شوی دی.

د دې تر څنګ د پارلمان ودانۍ دننه هم ډزې اورېدل شوې دي. اوسمهال د پارلمان ودانۍ تړلې ده.

د لومړي وزیر سټیفن هارپر د رسنیو مشر پر ټويټر لیکلي چې لومړی وزیر خوندي دی او د برید په وخت هغه له پارلمانه وتلی و.

تر دې وړانډې یوه حکومتي چارواکي ویلي وو د ترهګرۍ درجه په دې خاطر لوړه کړای شوې چې په ټولنیزو رسنیو، اسلامي دولت ډلې او القاعده له لورې ډېرې خبرې کېدلې.