فلج سړی د حجرو له پیوند وروسته بیا په خوځېدو شو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

یوه فلج شوي سړي وکولای شول چې له یوې بې سارې تداوۍ وروسته بيا په پښو وګرځي.

د بدن د حجرود پیوند عملیاتو په ترڅ کې ډاکترانو د هغه د پزې د سوري حجرې را واخیستې او د ملا د تیر دننه حرام مغز کې ېې پیوند کړې.

دغه ناروغ، داریک فیدیاکا، په ۲۰۱۰ کال کې یو چا په چاړه وهلی و او له هغې راهېسې یې د سېنې نه ښکته ټول بدن فلج و.

دغه عملیات په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره په پولینډ کې د جراحۍ ډاکټرانو د لندن د ساينس پوهانو په همکارۍ ترسره کړل.

په دې هکله د طبي څېړنو تفصیل د حجرو پیوند مجلې کې خپور شوی دی.

د بي بي سي د تلویزون لومړي چینل پانوراما خپرونې د دې بې سارې څېړنې جزئیاتو ته لاس رسی درلود. او تر یوه کاله یې د ناروغ د بیارغونې بهیر تعقیب کړی.

۴۰ کلن پولينډي، داریک فیدیاکا په ۲۰۱۰ کال کې یو چا څو ځلې په ملا کې په چاړه وهلی و.

هغه چې اوس د یوه فلزي چوکاټ په مرسته په پښو ګرځي وايي دا یوعجیب احساس و چې بیا په پښو ودرېدم او وګرځېدم.

هغه وايي کله چې د سړي نیم بدن فلج وي، احساس نلري، هېڅ شی نه شي کولای خوکله چې په کې بیا احساس او خوځښت پیدا شي داسې فکر کوي لکه نوی چې زېږېدلی وي.

د لندن د یونیورسیټي کالج د اعصاب پوهنې د انستیتوت د اعصابو د بیا رغونې د څانګې مشر پروفیسور جیوف ریزمان د بريتانوي څېړونکو د ډلې مشري کوله.

نوموړی وايي دا لاس ته راوړنه سپوږمۍ ته د انسان له ختو نه هم ستره وه.

د دې درملنې په ترڅ کې د پزې دننه دیوال څخه د بوی د حس یو ډول ځانګړو حجرو څخه کار اخیستل شوی دی.

دا حجرې د لارې د پله په توګه کار کوي او د بوی د سیستم عصبي ریښو سره مرسته کوي چې په پرله پسې توګه خپل ځان نوی کړي.

د طبي عملیاتو په لومړي پړاو کې جراحانو د بوی کولو د سیستم د حجرو ریښې را واخیستې او په یوه ځانګړي لابراتواري لوښي کې ېې وکرلې.

دوه اوونۍ وروسته هغوی دا کرل شوې حجرې را واخیستې او د ناروغ د ملا د تیر په حرام مغز کې یې چې د چاړه د ګوزار له امله تر ډېره پرې شوی و، پیوند کړې.

خو ښي خوا ته ېې د انساجو یوه نرۍ برخه پرځای پاتې وه. دوی د کارولو لپاره یوازې یو څاڅکی مواد درلودل او دا تقریبا ۵۰۰ زره حجرې وې.

د پیچکارۍ د ستنو په مرسته لږ لږ، تقریبا سل ځله د دغو ځانګړو حجرو یوه اندازه د ټپي شوي ځاي دپاسه او لاندې برخې ته دننه کړای شوې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلی فیدیاکا هره ورځ ۵ ساعته فیزیوتراپي کوي

د ناروغ د پښې له بنده ېې د عصبي ریښو ۴ نرۍ تړانګې را واخیستې او د پرې شوي حرام مغز کیڼ اړخ ته ېې ۸ ملي متره تش ځای ورباندې ډک کړ.

ساینس پوهان باور لري چې دا ځانګړې حجرې د یوه پله په توګه کار کوي او د ټپي شوي ځای په لاندینۍ او پورتنۍ برخو کې عصبي ریښو سره مرسته کوي چې یو له بله سره بیا ونښلي.

د عصبي حجرو پیوند د حرام مغز په پرې شوي خای کې یو پول جوړوي او تشه ډکوي.

د ناروغ زخم څنګه تداوي شو:

۱) د ناروغ د پزې څخه د بوی د یوه عصب ریښه را واخیستل شوه او په یو لابراتواري لوښي کې وکرل شوه.

۲) د ملا د تیر د حرام مغز د ټپي شوي ځای دپاسه او لاندې ددې حجرو ۱۰۰وړې پیچکارۍ وشوې.

۳) د عصبي ریښو ۴ نرۍ تړانګې د حرام مغز په ۸ ملي متره تش ځای کې کیښودل شوې.

ساینس پوهان باور لري چې د عصبي حجرو پیوند به د لارې د پله په توګه کار وکړي. د حرام مغز حجرې به وهڅوي چې بیا ورغېږي.

د دې درملنې نه مخکې ښاغلي فیدیاکا نږدې دوه کاله فلج و او د میاشتو میاشتو پرله پسې فیزیوتراپۍ نتیجه نه وه ورکړې.

د عصبي حجرو د پیوند نه وروسته هره اوونۍ پنځه ورځې د فزیکې تمرینونو پروګرام پیل شو.

نږدې درې میاشتې وروسته ناروغ کې د لومړي ځل لپاره د ښه کېدو نښې ولیدل شوې.

او دا هغه وخت و چې کیڼ ورانه ېې په غوښې اخیستلو پیل وکړ.

د جراحۍ عملیاتو نه ۶ میاشتې وروسته ښاغلي فیدیاکا د پښو د یوه فلزي چوکاټ او د یوه نرس په مرسته د دوو موازي ستنو تر منځ لومړني ګامونه واخیستل.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بوی احساس او د ملا د تیر دمغزو بیا رغونه

د تداوۍ له پیله دوه کاله وروسته اوس هغه کولای شي چې د بیارغونې له مرکزه بهر دیوه فلزي چوکاټ په مرسته قدمونه پورته کړي او وګرځي.

تر یوه حده د هغه د مثانې یا تشومیتیازو، دغټو کولمو احساس او د جنسي فعالیت احساس کې یو څه ښه والی رامنځته شوی دی.

د پولینډي څېړونکو د ډلې مشر ډاکټر پاول تباکوف وايي د حیرانتیا وړ خبره ده چې د حرام مغز د عصبي حجرو بیا رغېدنه چې پخوا ېې هېڅ امکان نه درلود اوس په حقیقت بدلېږي.

دا بې سارې څېړنه د دوو بریتانوي خیریه موسسو په مرسته شوې ده. یوه ېې د (نېکولاس ملا تیر ټپونو بنسټ) او بله یې د (بریتانیا د پیوندي حجرو بنسټ) نومېږي.

ښاغلی فیدیاکا وايي زه اوس پوهېږم چې سړی باید هېڅکله امید له لاسه ور نه کړي او مبارزې ته دوام ورکړي ځکه چې په ژوند کې یوه ورځ حتما ورته یو ور پرانیستل کېږي.

پرمختګ

د پخوانیو عملیاتو سره د ښاغلي فیدیاکا دعملیاتو توپیر دا دی چې دلته د بوی کولو د حس دعصبي حجرو څخه کاراخیستل شوی.

دا حجرې ډېره ښه وده کوي او د پیوند کېدو په وخت کې ېې بدن نه ردوي او د معمولي پیوندونو پر خلاف په دې ډول پیوند کې هغو ځانګړو درملو ته اړتیا نه وي چې د بدن دفاعي نظام کمزوری کوي او د غړو د پیوند د ناکامۍ مخه نیسي.

د (ایم آر آی) کمپیوټري معایناتو ښودلې چې پرې شوي عصبي انساج له تداوۍ وروسته بیا رغېدلې دي.

هغه کسان چې په دې څېړنه کې برخه لري، یو هم نه غواړي چې تجارتي ګټه ترې واخیستل شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پرفیسور ریزمان دملا د تیر د حرام مغز د رغونې په اړه ۴۰ کاله مطالعه کړې ده.

د بوی د احساس پېچلې شبکه دعصبي سیستم یوازېنۍ برخه ده چې د بالغ انسان دعمر په اوږدو کې خپلې بیارغونې ته دوام ورکوي.

ساینس پوهانو د عصبي حجرو د دغه ډول وړتیا څخه ګټه واخیسته او د حرام مغز د بیا رغونې لپاره ېې ورڅخه کار واخیست.

هر ځلې چې موږ ساه اخلو د هوا هغه مالیکیولونه چې راز راز بویونه له ځانه سره وړي په پزه کې د عصبي حجرو سره اړیکه نیسي.

دا د پزې د سوري په پورتنۍ برخه کې د بوی د حس عصبي ريښو ته چې د سر د ماغزولاندې موجودې دي پیغامونه لېږدوي.

دا عصبي حجرې په دوامداره توګه زیانمنې کېږي خو کولای شي چې خپل ځان بیا ورغوي.

اړونده څېړونکي وايي نه غواړي چې په ناروغانوکې له حده زیاتې هیلې راوپاروي. دوی ټینګارکوي چې دا بریالیتوب باید څو ځلې تکرار شي چې دوی د دې درملنې په اغیزمنتوب باندې ښه ډاډ پیدا کړي.

دوی هیله لري چې په راتلونکو څو کلونو کې پولینډ او بریتانیا کې لس تنه نور دغسې ناروغان هم تداوي کړي چې د دې څېړنې بریالیتوب ښه ثابت شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ډاکټرتباکوف پر درې تنو فلج شویو ناروغانو لومړنۍ ازموینې وکړې

پروفیسور ریزمان مخکې پر حیواناتو یو لړ څېړنې کړې وې او موندلې یې وه چې په هغو کې دغه درملنه مثبتې پایلې لري.

په ۲۰۰۵ کال کې د اعصابو یو پولینډي جراح د پروفیسور ریزمان سره اړیکه ونیوه اوغوښتل ېې چې دا طبي تخنیک په انسانانو کې وکاروي.

ډاکټر تباکوف د خپلولومړنیو تجربو په ترڅ کې د ناروغانو د ملا په حرام مغز کې یوه لږه اندازه ځانګړې حجرې پیچکاري کړې وې.

که څه هم په هېڅ ناروغ کې د ښه کېدو نښې و نه لیدل شوې خو د هغه د څېړنې اصلي هدف ترلاسه شوی و، په دې معنا چې دا ډول درملنه بې خطره ده.

ورته مطالب