بنګلور کې پر ۳ کلنې ماشومې 'جنسي تېری' شوی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د هند د جرمونو د ثبتولو د ملي ادارې شمېرې ښيي، چې په ۲۰۱۳ کال کې هند کې په هرو ۲۱ دقیقو کې د جنسي تېري یوه پېښه رامنځ ته شوې.

د هند بنګلور ښار کې پولیس د ښوونځي پر درې کلنۍ نجلۍ د رپوټ شوي جنسي تېري پېښه څېړي.

د نجلۍ موراو پلار پولیسو ته ویلي، لور یې د تېرې دوشنبې په ورځ له ښوونځي خپل کور ته تر ستنېدا وروسته له درد نه شکایت وکړ چې ویل یې د درد لامل په "ښوونځي کې یو سړی" دی.

پولیس وايي، د ښوونځي له کارکوونکو یې پوښتنې پیل کړې، خو تر هرڅه مخکې د نجلۍ په اړه د طبي ازموینو پایلو ته په انتظار دي.

دا پېښه درې میاشتې وروسته تر یوې بلې ورته پېښې شوې، چې پر یوې شپږ کلنې نجلۍ د بنګلور د یوه ښوونځي د یوه کارکوونکي له خوا جنسي تېری شوی و.

تر پېښې وروسته په واټونو کې د قرباني شوې نجلۍ مور او پلار او فعالانو لاریونونه وکړل، چې پر ځینو ښوونځیو تورونه ولګول شول، چې ګني په سمه توګه دا ډول رپوټونه نه ورکوي.

د بي بي سي هندي څانګې ته د بنګلور پولیسو یوه کمیشنر ایم این ریډي ویلي: "موږ د جنسي تېري قضیې ثبت کړې او له جنسي تېري د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره جدي ګامونه اخلو".

نوموړي دا هم ویلي، پولیس په هره قضیه کې له امنیتي کامرو ګټه اخلي، چې تر اوسه یې په تور څوک نه دي نیول شوي.

پر درې کلنې نجلۍ د جنسي تېري دغه تور په هند کې د جنسي تېري تر ټولو وروستۍ پېښه ده چې د هېواد د ننه او بهر یې غوسه راپارولې ده.

د جنسي تېري په تړاو څېړنه له ۲۰۱۲ کال راهیسې وروسته تر هغه پیل شوه، چې نوي ډیلي کې پر یوې ۲۳ کلنې محصلې په ډله ییز ډول په یوه بس کې جنسي تېری وشو، چې بیا وروسته قرباني شوې ومړه.

دغې پېښې په کور د ننه او بهر سخت غبرګونونه راوپارول، چې هندي چارواکي یې د جنسي تېري پرضد قانون سختولو ته اړ کړل، چې ان ځینې وخت تورن ته د مرګ سزا هم پکې ورکول کېدای شي.

خو ښکاري چې هند د ځینو خنډونو له کبله ددغه قانون په عملي کولو کې پاتې راغلی.

د هند د جرمونو ثبتولو د ملي ادارې شمېرې ښيي، چې په ۲۰۱۳ کال کې هند کې په هرو ۲۱ دقیقو کې د جنسي تېري یوه پېښه رامنځ ته شوې.

ورته مطالب