د 'اسلامي دولت' وېډیو: 'سړي خپله لور سنګسار کړه'

د انځور حقوق
Image caption ښکاري چې د 'اسلامي دولت' جنګیالي د تورنې پلار تر سنګسار مخکې د خپلې لور بښلو ته هڅوي

"اسلامي دولت" یوه وېډیو خپره کړې، چې د سوریې یو سپین ږیری سړی خپله لور د زنا په تور سنګسار کوي.

که څه هم ددغې وېډیو نېټه نه ده مالومه، خو د سوریې د بشري حقونو بریتانیا مېشتې ډلې ویلي، پېښه د سوریې حماه مرکز کې شوې ده.

تر اوسه بي بي سي ته دغه وېډیو کومې رسمي سرچینې نه ده تایید کړې.

"اسلامي دولت" په سوریه او عراق کې تر خپلې واکمنۍ لاندې سیمه کې د اعدامونو او اسلامي سزاګانو ډېر اعمال ترسره کړي، چې ترڅنګ یې دغه ډله د نامسلمانو لږکیو په ډله ییزې وژنې تورنه شوې ده.

دغه سخت دریځه ډله، چې د "اسلامي خلافت" جوړولو ادعا کوي، پر انټرنېټ د ځینو اعدامونو وېډیوګانې خپرې کړې دي.

وړاندې "اسلامي دولت" د ځینو هغو بهرنیو خبریالانو او عراقي پوځيانو د اعدام او سر غوڅولو وېډیوګانې خپرې کړې، چې دوی نیولي وو.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې مرکز یې په بریتانیا کې دی، ویلي ددغې ښځې سنګسارول په سوریه کې د "اسلامي دولت" تر کنټرول لاندې سیمو کې د خپل ډول درېیمه پېښه ده.

وروستۍ وینا

پر یوټیوب دغه تازه وېډیو د تېرې سې شنبې پر ورځ خپره شوې، چې یو ږیرور پوځي سنګسارېدونکې ښځې ته وايي چې د زنا په تور به سزا ورکړل شي.

نوموړی د تورنې ښځې د پلار ځینې خبرې هم بیانوي.

که څه هم تورنه د بښنې غوښتنه کوي، خو د "اسلامي دولت" جنګیالي یې شاوخوا ولاړ دي، او غالباً ترڅنګ یې د تورنې ښځې پلار هم شته، چې د خپلې لور غوښتنه ردوي.

تورنې ښځې تر سنګسار مخکې پخپلې وروستۍ وینا کې ویلي: "زه هرې ښځې ته وایم: خپل شرف وساتئ... او زه له هر پلار غوښتنه لرم چې د خپلو لوڼو ژوند ته پام وکړي".

سپین روبی سړی د هغې تر وینا وروسته د خپلې لور لاسونه او ملا تړي، او یوه ژور ځای ته یې ورکاږي، چې همالته د پلار او نورو موجودو کسانو له خوا سنګسار کېږي.

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وايي، له تورنې سره زنا کوونکی سړی د سوریې ادلب ښار کې په هغه سیمه کې اعدام شوی، چې د القاعدې د ملاتړې (نصرت جبهې) تر کنټرول لاندې ده.

سرچینه زیاتوي، دا په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کړکېچ له پیل راهیسې لومړی ځل دی، چې یو سړی د زنا په تور سنګسار کېږي او بیا یې وېډیو خپرېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption فعالان وايي، د 'اسلامي دولت' تر کنټرول لاندې رقه ښار ښار کې تېر جولای کې د سنګسار دوې پېښې شوې

په تېر جولای کې هم د دوو اعدامونو رپوټ ورکړل شوی و، چې دوې مېرمنې پکې په زنا تورنې شوې وې.

د سوریې رقعه ولایت کې د سنګسار دغو دوو پېښو خبر په تېر اګست میاشت کې "د اسلامي دولت" په (دبیق) نومي مجله کې خپور شوی و، چې د سنګسار شویو مېرمنو تر عکس لاندې یې داسې لیکلي وو:

"د زنا په جرم یوه مېرمن سنګسار شوه".

په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" له لوري د پراخو سیمو نیولو لوېدیځ او عرب متحدین یې اړ کړل، چې ددغې جهادي ډلې پر وړاندې لاسونه سره یو او پرضد یې بمبارۍ ډېرې کړي.

د تېرې دوشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ایوان سیماناویچ وویل، په سوریه او عراق کې له لږکیو سره د "اسلامي دولت" ناوړه چلند جنګي جرم ګڼل کېدای شي.

نوموړي د عراق په شمال کې له "ایزیدي" نامسلمانو لږکیو سره د "اسلامي دولت" چلند ټولوژنه ګڼلې ده.

ورته مطالب