ستانکزی: "افغانستان کې م. م د ځواکمنو هېوادونو تر اغېز لاندې دي"

د انځور حقوق United Nations
Image caption د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۴۵ کال کې د ۵۱ هېوادونو له خوا رامنځته شو او اوس یې د غړو هېوادونو شمېر ۱۹۳ ته رسیږي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر سلاکار د ملګرو ملتونو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې وویل دغه سازمان په افغانستان کې د ځواکمنو هېواد تر اغیز لاندې دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان ۶۹ کالیزه ولمانځل شوه. د افغانستان د تېرو نژدې څلور لسیزو په بدلونونو کې ملګري ملتونه له مهمو ښکیلو خواو څخه وو.

ملګري ملتونه له کډوالو سره له مرستو نیولې د حکومتونو تر جوړولو پورې مسئلو کې ښکېل و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر ویانده نیلاب مبارز وايي ملګري ملتونه به په راتلونکې لسیزه کې هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي:

د انځور حقوق UNAMA
Image caption افغانستان په ۱۹۴۶ میلادي کال کې ددغه سازمان غړیتوب تر لاسه کړ.

"موږ چمتو یو چې له دولت او د ملي یووالي له حکومت سره د غوښتنې په صورت کې همکاري وکړو، په تېره بیا د افغانستان د لومړیتوبونو په اړه موږ همکارۍ ته چمتو یو".

امنیتي ننګونې او د جګړې دوام هغه ستونزې وې چې افغان دولت او ملګرو ملتونو باید په ګډه ور ته د پای ټکي ایښی وای، خو له ډیرو هڅو سره سره سوله بیا هم د افغانانو یو ارمان او هیله ده.

د افغانستان د پخواني ولسمشر حقوقي سلاکار نصرالله ستانکزی وايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ونه شو کولای چې د دغه سازمان د منشور له مخې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي:

"زه فکر کوم په افغانستان کې له ملګرو ملتونو د افغانانو هیله دا وه او ده، چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې په دقیق ډول په افغانستان کې سوله راغلې وای، چې رانغله".

د انځور حقوق
Image caption ستانکزی: ''زه فکر کوم په افغانستان کې له ملګرو ملتونو د افغانانو هیله دا وه او ده، چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې په دقیق ډول په افغانستان کې سوله راغلې وای، چې رانغله''

د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۴۵ کال کې د ۵۱ هېوادونو له خوا رامنځته شو او اوس یې د غړو هېوادونو شمېر ۱۹۳ ته رسیږي.

افغانستان په ۱۹۴۶ میلادي کال کې ددغه سازمان غړیتوب تر لاسه کړ.

د ملګرو ملتونو سازمان له دویمې نړیوال جګړې وروسته په دغې جګړه کې د بریالیو هېوادونو له خوا رامنځته شو، او د ملګرو ملتونو د ټولنې ځای یې ونیو.

امنیت شورا ددغه سازمان تر ټولو پياوړی ارګان چې پنځه دایمې او لس موقت غړي لري، دایمي غړي هېوادونه د پریکړو د ماتولو یا ویتو حق لري.

د ملګرو سازمان مرکز د امریکا په نیویارک ښار کې دی.