د اېبولا ناروغۍ په تړاو ۶ حیرانونکې شمېرې

د انځور حقوق BBC World Service

۱،۷ (د بیا زېږېدنې یا تکثر شمېره)

لایبریا کې پر اېبولا اخته هر کس دغه ناروغي ۱،۷ نورو کسانو ته لېږدوي.

د ۱،۷ شمېره په دې معنا ده چې لایبریا کې په منځني توګه پر اېبولا اخته هرو ۱۰ کسانو به دغه ناروغي ۱۷ نورو خلکو ته لېږدولې وي. دغه شمېرې ته د بیا زېږېدنې شمېره ویل کېږي. د دغه ډول شمېرو په مټ په زیانمنېدونکو سیمو کې د یوه ویروس د خپرېدو کچه مالومول کېږي. ساینس پوهان نوې پېښې څاري او دغه شمېره تل د بدلون په حالت کې وي.

د دې په پرتله د شري د ساري ناروغۍ د بیا زېږېدنې یا تکثر شمېره د ۱۲ او ۱۷ تر منځ ده.

د انځور حقوق BBC World Service

۱۹۹۸۰ (خاورو ته د سپارولو توکي په کار دي)

پر اېبولا د اخته کسانو مړي هم دغه ناروغي نورو ته لېږدولی شي. د خپرېدو مخنیوي لپاره د دغه ډول ناروغانو مړي باید په ډېر احتیاط سره او د ځانګړو توکو د کارولو په مرسته خاورو ته وسپارل شي.

د انځور حقوق BBC World Service

هرو ۵۰ کې ۱ (لایبریایی روغتیايي کارکونکی پر اېبولا اخته دی)

اېبولا د ناروغ د بدن د اوبو له لارې خپرېږي چې دې چارې روغتیایي کارکونکي له ډېر خطر سره مخامخ کړي دي. کومو ځایو کې چې ډاکټرانو خوندیتابه ته سم پام نه دی کړی هلته د دغې ناروغۍ د خپرېدو کچه لوړه موندل شوې ده.

د انځور حقوق BBC World Service

۶۱،۴۸ امریکايي ډالر (د ځانګړو وقایوي کالیو بیه)

له ویروسه د ځان خوندي ساتلو لپاره باید روغتیايي چارواکي وقایوي کالي په ځان کړي. په دغو کالیو کې یو ماسک، عینکې، دسکشې او ځانګړي بوټان شامل دي.

د انځور حقوق BBC World Service

۵۰۶۰ (موبایل تیلیفونونو ته اړتیا ده)

اغېزمن شویو سیمو ته لېږل شوي روغتیايي ټیمونه د ناروغۍ د خپرېدو په اړه، په ځانګړې ډول په لرې پرتو سیمو کې، د مهمو مالوماتو د لېږلو لپاره اوس موبایل تیلیفونونو ته اړتیا لري.

د انځور حقوق BBC World Service

۹۰ (ورځې، د اېبولا له ویروسه ژوندي پاتې شوي جنسي اړیکې نه شي نیولی)

د اېبولا ویروس تر اوږدې مودې په منیو کې پاتې کېدای شي. کارپوهان وايي ښه به وي چې د اېبولا له ناروغۍ ژوندي پاتې شوي کسان له جنسي اړیکو په بشپړ ډول ډډه وکړي یا تر ۹۰ ورځو له کانډوم کار واخلي.

ورته مطالب