کاناډا به "هېڅکله و نه ګواښل شي"

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کاناډا د لومړي وزیر ښاغلي هارپر په اند د کیوبیک برید د اسلامي دولت ډلې له جنګیالیو الهام اخیستی و.

د کاناډا لومړي وزیر سټیفن هارپر ټینګار کړی چې هېواد به یې و نه ګواښل شي، وروسته له هغې چې یوه وسله وال کس د دغه هېواد په پارلمان کې ډزې وکړې او بیا ووژل شو.

ښاغلي هارپر برید کونکی ترهګر وباله او د ترهګرۍ ضد هڅو (دوه برابره) کولو ژمنه یې وکړه.

وسله وال کس چې ویل کېږي نوی مسلمان شوی و او مایکل زیهاف بیبیو نومېږي، یو پوځي یې د اوتاوا ښار د جګړې په څلي کې په ډزو وواژه او بیا پارلمان ته ننوت.

دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغې را منځ ته شوه چې یوه بل نوي مسلمان شوي کس د کاناډا په کیوبیک ښار کې یو پوځي وواژه.

د ښاغلي هارپر په اند د کیوبیک برید د اسلامي دولت ډلې له جنګیالیو الهام اخیستی و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کاناډایی رسنیو ویلي د پولیس سرچینو تاید کړې چې دا د مایکل زیهاف بیبیو عکس دی.

د پنجشنبې پر ورځ ملکې (د کاناډا د حکومت مشره) وویل د ډزو پېښو دې ته "ټکان ورکړی او غمجنه کړې یې ده".

د دې تر څنګ د زیهاف بیبیو مور اغلې سوسن بیبیو د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي هغه د ډزو قربانیانو ته ژاړي، خپل زوی ته نه.

اغلې بیبیو وویل: "آیا داسې یوه څه تاسو تشریح کولی شئ؟ موږ خپه یو".

په روانه میاشت کې څه موده وړاندې کاناډا د امریکا په مشرۍ په عراق کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد د هوايي بریدونو په کمپاین کې د ګډون کولو خپل پلان اعلان کړ.

خو هېڅ رسمي سرچینې داسې څه نه دي ویلي چې د دې اوونۍ پېښې دې د اسلامي دولت ډلې یا د تازه پوځي کمپاین سره کوم تړاو ولري.

د ډزو د پېښې شکمن:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ډزې د جګړې په څلي کې پیل شوې.
  • ۳۲ کلن چې نوم یې مایکل زیهاف بیبیو ښودل شوی، د وړو جرمونو لکه غلاوو او نشه یي توکو سابقه لري.
  • چارواکي په دې باور دي چې نوموړی په دې وروستیو کې اسلام منلی و، یوه ملګري چې دی يې په یوه جومات کې لیدلی و ویلي چې حالت یې بې ثباته و.
  • مور یې د کډوالۍ چارواکې ښودل شوې او پلار یې چې لیبیایی دی یو مهال د کاناډا په مونټریال ښار کې د قهوې دوکان درلود.

ښاغلي هارپر پر تلویزون د وینا پر مهال وویل: "موږ به و نه ګواښل شو. کاناډا به هېڅکله و نه ګواښل شي".

"په حقیقت کې دا به زموږ هوډ لا ټینګ کړي او زموږ هڅې به دوه برابره کړي...چې د ګواښونو د موندلو او شنډولو او د کاناډا د خوندي کولو لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړو".

ښاغلي هارپر ټینګار درلود چې مجرمین به په کاناډا کې "هېڅ پټنځای و نه لري" خو دا یې ومنله چې بریدونه د دې ښکاروندويي کوي چې دغه هېواد له "ترهګریزو بریدونو خوندي نه دی".

د ډزو په وخت ښاغلي هارپر د پارلمان غړو سره لیده کاته درلودل خو په خوندي ډول له هغه ځایه وویستل شو.

ورته مطالب