د قدس برېښنايي بسونو تمځي کې موټر یو ماشوم وژلی

د انځور حقوق Getty
Image caption اسرائیلي پولیس وايي، پېښه په لوی لاس رامنځ ته شوې.

په قدس کې د اورګاډو یوه تمځي کې یوه اسرائیلي سړي د برېښنايي بسونو په یوه تمځای کې په لوی لوی لاس خپل موټر د مساپرو پر یوې ډلې ورخېژولی، چې یوه ماشومه یې وژلې ده.

اسرائیلي پولیسو دا عمل یوه ''ترهګریزه کړنه'' بللې ده.

بریدګر د تېښتې هڅه کړې، خو د امنیتي ځواکونو لخوا ویشتل شوی، چې وروسته په روغتون کې مړ شوی دی.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په قدس کې د امنیت د ټینګولو امر کړی دی.

نوموړي د فلسطین د کورواکې ادارې پر مشر محمود عباس نیوکه کړې چې ګني الاقصی جومات ته یې د سخت دریځو یهودانو د ورتګ مخه نه ده نیولې.

اسرائیلي پولیسو ویلي، د موټر په دغه پېښه کې وژل شوې ماشومه تي خورې وه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اسرائیلي پولیسو دا عمل یوه ''ترهګریزه کړنه'' بللې ده.

پولیسو دا هم ویلي، د موټر چلوونکی د القدس ښار یو عرب و، چې پولیسو ډزې ورباندې وکړې.

په قدس کې د بي بي سي خبریال وايي، په وروستیو میاشتو کې دا ډول پېښې نورې هم وې، چې وروستۍ یې تر ټولو خطرناکه وه.

دوه ورځې مخکې یوه اسرائیلي په رام الله ښار کې پخپل موټر دوه فلسطینۍ ماشومانې ووهلې، چې یوې یې ساه ورکړه.

او د تېرې چارشنې په ورځ، دوه اسرائیلي پوځيان هغه مهال ټپیان شول، چې یوه نامالوم کس د مصر په سیناء کې ډزې پرې وکړې.