بنګله دېش: د جماعت اسلامي مشر غلام اعظم ومړ

د انځور حقوق AFP
Image caption غلام اعظم د زړه سکتې له کبله ومړ

د بنګله دېش جماعت اسلامي ګوند پخوانی مشرغلام اعظم د ۹۱ کالو په عمر ومړ.

ډاکه کې د ځايي روغتون یوه ویاند وویل، چې غلام اعظم د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۳) د زړه حملې له کبله ومړ.

۱۹۷۱کال کې له پاکستانه د خپلواکۍ اخیستو پر مهال پر نوموړي د جنګي جرمونو لګېدلو تورونو له کبله هغه ته د ۹۰ کاله زندان سزا ورکړله شوې وه.

د ۲۰۱۳ کال په جولای میاشت کې د محکمې له دغې پرېکړې وروسته د جماعت اسلامي پلویانو او پولیسو ترمنځ تاوتریخوالی را منځته شوی و.

د بنګابندهو طبي پوهنتون مشر عبدالمجید بهویان په خبره، نوموړی د زړه درېدا له امله د شپې په لس بجې او لس دقیقې ومړ.

له دې مخکې د غلام اعظم زوی عبدالهل اعظمي خبري اژانس، اې ایف پی ته ويلي و، چې د پلار روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

غلام اعظم تېر کال د ډاکې یوې محکمې د پنځو تورونو، توطئې، لمسون، پلان جوړولو، ملاتړ او د وژنو مخنیوي کې پاتې راتلو له کبله پړ بللی و.

د ۱۹۷۱ کال په جګړه کې د ډله ییزې وژنې لپاره ملېشه ځواک جوړولو کې د هغه رول له کبله پر نوموړي د بشر ضد جرمونو ۶۰ تورونه لګېدلي وو.

نوموړي دغه تورونه رد کړي وو او پلویانو یې ویل چې د سیاسي مخالفتونو له کبله دغه تورونه پرې لګېدلي دي.

منصفه پلاوي نوموړي ته د اعدام سزا غوښتنه کړې وه، خو دریو قاضیانو ویل، چې که څه هم نوموړی د سختې سزا مستحق دی، خو د هغه عمر ته په کتو سره د زندان سزا ورکوله کېږي.

ورته مطالب