'ایراني او پاکستاني پوله ساتو پر یوه بل د هاوان ډزې کړې'

د انځور حقوق AFP

پاکستاني چارواکي وايي، بلوچستان ایالت کې د پولې پر سر پاکستاني او ایراني پوځیانو پر یوه بل د هاوانونو ډزې کړې دي.

د یوه پاکستاني چارواکي په وینا ایراني لوري پر دوی د هاوانونو شپږ ډزې کړې او دوی یې ځواب ورکړی.

دا د پاکستان سویل لوېدېځې پولې اوږدو کې د نښتو وروستۍ پېښه ده.

تېره اونۍ پاکستان وویل، یو سرتېری یې هاغه مهال ووژل شو او درې نور یې ټپيان شول، چې ایراني پوله ساتو ځواکونو پرې برید وکړ.

ایران پر پاکستان تور پورې کوي، چې د سني سخت دریځو وسله والو هغو بریدونو مخنیوي کې پاتی راغلی، چې د پاکستان له خاورې ایران ته ننوځي.

د اونۍ په سر کې ایران د پاکستان سفیر پر پوله د ستونزو له کبله احضار کړی و.

سيستان بلوچستان له افغانستان او پاکستان سره پر پولې پرته سيمه ده او په دا وروستيو کلونو کې په کې د ايراني امنيتي ځواکونو، قاچاقچيانو او سني ياغي ډلو ترمنځ گڼې نښتې شوي.

ورته مطالب