اسلامي دولت ډله: د موصل په ښار کې د ژوند خاطرې

د انځور حقوق BBC World Service

د عراق شمالي ښار موصل د روان کال د جون په میاشت کې د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې راغی او د دې ښار اوسېدونکي ېې ترسخت جهادي قانون لاندې راوستل.

تندلارو ډېر ژر د خپل سخت دریځه ډول اسلام پر بنسټ یو رژیم رامنځته کړ، لکه بې رحمانه سزاګانې، د ښځو لپاره سخت قوانین او دهر ډول مخالفت نه زغمل.

د اسلامي دولت ډلې د واکمنۍ راهیسې د موصل ځینو اوسېدونکو د خپل ژوند د څرنګوالي په هکله یو لړ بې سارې خاطرې بیان کړې دي.

د خاطره لیکونکو د هویت او خوندیتوب د ساتنې په خاطر د هغوی نومونه بدل شوي دي.

د ۲۰۱۴ کال اکتوبر

د فیصل له خوا

د اسلامي دولت ډلې د واکمنۍ څلور میاشتې تېرې شوې خو زما یو ملګری تر اوسه هم دلته ځان پټ ساتي.

هغه په موصل کې د قاضیانو د ساتونکي په توګه کار کاوه، خو کله چې ښار د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې راغی ټول قاضیان نورو ځایونو ته ولاړل او زما ملګري ځان دلته پټ کړ. هغه خپل کور بدل کړ چې څوک ېې پیدا نکړي.

زما ملګری له کوره بهر کوڅو کې ډېر نه ګرځي ځکه د اسلامي دولت ډلې جنګیالي د ښار په ټولو سیمو کې شتون لري.

کله کله هغوی ناڅاپه یو ځاي کې د تالاشۍ پوستې جوړوي او د خلکو د هویت کارتونه ګوري. دوی پخوانيو امنیتي او قضايي کارکونکو او یا هغه کسانو په لټه کې دي چې ورباندې شک لري.

د دې تر څنګ هغو خلکو پسې هم ګرځي چې پخوا ېې د اسلامي دولت غړي بندیان کړي و او هرهغه څوک چې پخوا ېې د حکومت لپاره کار کاوه یا په سیاست کې شامل و.

زیاتره دا ډول کسان د اسلامي دولت ډلې د اعدامونو له وېرې تښتېدلي دي.

دغه ډول سختې رویې خلک د اسلامي دولت ډلې له ملاتړ نه لیرې کړې دي.

د دوی له جنایته ډکو کارونو د ښار سوله ایزه خلکو کې وېره خپره کړې ده. د اسلامي دولت ډلې غړي خپل مخالف فعالین په عام محضرکې اعداموي.

د دوی جنګیالي تورکالي اغوندي، ويښتان او ږیرې ېې اوږدې وي، ځینې یې داسې ښکاري لکه چې په کلونو ېې ځان نه وي مینځلی.

هره ورځ د هغوی شمېرډېرېږي، نوي ځایونه نیسي او خپل موجودیت ټینګوي. دوی د ایتلافي نړیوالو ځواکونو د هوايي بریدونو پروا نه کوي.

هوايي بریدونو په عملي ډګر کې کوم بدلون نه دی راوستی. یوازې زموږ په ژوند کې بدلون راغلی چې د پخوا په پرتله په کې وحشت نور هم زیات شوی دی.

د مایز له خوا

زه د خپل محبوب ښار موصل په یو ښوونځي کې ښونکې یم. د نوروعراقي میندو په شان زه له خپل خاوند سره د یو څه مالي مرستې په خاطر کار کوم.

که څه هم زما عاید ډېر لږ دی خو په دغه ډول یو سخت وخت او په داسې یو قیمتي هېواد کې زما دنده تر یوه حده زموږ د ژوند ستونزې کمولاې شي.

سږ کال د دوبي د رخصتیو په پیل کې ما تصمیم ونیوه چې د خپلې کورنۍ ځینوغړواو خپلوانو د لیدلو او کورني مراسمو کې د ګډون لپاره بغداد ته لاړه شم.

له مراسمو وروسته کله چې موږ ټول لا له هیجانه ډک و، یو خبر را ورسید چې په موصل کې په تګ راتګ باندې بندیز لګېدلی او د حکومت او اسلامي دولت ډلې یاغیانو تر منځ جنګ روان دی.

له هغې راهیسې زه هره ورځ په موصل کې د خپل خاوند سره غږېږم او د وروستیو پېښو په اړه ترې معلومات ترلاسه کوم.

له وحشت نه ډکه وارخطايی

ما د خپل ژوند تر ټولو بدې ورځې بغداد کې تېرې کړې، په هغه ښار کې چې ما په کې د کوچنیوالي معصومانه ژوندکړی و. او د یوې ښځې په توګه مې دعمر د شلمو کلونو د آرمانونو ډک ژوند په کې تېر کړی و.

پخوا مې تل په بغداد کې د خوښۍ له هیجانه ډک ژوند درلوده ،وروسته مې واده وکړ او موصل ته لاړم.

پنځه ورځې په موصل کې جګړه روانه وه. زه په وېره او وارخطايی کې وم او د خپل خاوند په اړه ډېره اندېښمنه وم.

په پرله پسې توګه مې دا فکرکوه چې څه به پېښ شي او بیا به خپل خاوند ولیداې شم که نه.

موصل ته د سني یاغیانواو د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو له راتلو وروسته موږ له بغداده بېرته موصل ته تلو پلانونه سنجول خو د جګړو له امله ټولې لارې بندې وې.

په ورځو نه بلکې په ساعتونو کې ښارونه د عراق د حکومتي ځواکونو له لاسه وتل او د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې راتلل، حکومتي ځواکونه تښتېدل یا پرشا تګ ېې کاوه او ټول ېې حیران کړي وو.

له ډېروهڅو وروسته موږ بریالي شو چې له بغداد نه د هېواد شمال ته زما لپاره د الوتنې یو ټکټ ترلاسه کړو.

خو بیا بله ستونزه پیدا شوه. ما له ځانه سره د خپلو ماشومانو اسناد نه و راوړي ځکه چې د ځمکې له لارې راغلې وم.

د هوايي سفر لپاره اسناد پکار و او له هغو پرته مو نشوای کولای چې د هوا له لارې له ښاره ووځو.

وسله والې ډلې

د ښه فکر کولو او د خدای په اراده او د یو دوست په مرسته چې له موصل نه بغداد ته راته د اړتیا وړ اسناد او کاغذونه راورسیدل.

په پاې کې بیرته موصل کې خپل کورته ورسیدم. د هغه څه له امله چې مې د ښار په کوڅو کې ولیدل، له حیرانتیا او وېرې ډکه شوم.

وسله وال کسان د ښار په کوڅو کې هرې خوا ته ګرځیدل. ما تر ۳ ورځو دعاګانې کولې، روژه مې نیولې وه او له کوره نه وتلم.

ترهغو چې د دغو حالاتو سره عادت شوم. اوس موږ پکې ژوند کوو، خو دا شېبې به مې هېڅکله هېرې نه شي.

موصل څرنګه ښار دی

  • د عراق دویم لوی ښار
  • د ۲۰۱۴ کال په جون کې د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې راغی
  • د اسلامي دولت ډلې له خوا د ښار د نیولو نه مخکې په کې ۱،۸ میلیونه خلک اوسېدل خو وروسته ورڅخه ۵۰۰ زره کسان وتښتېدل
  • د نفوس اکثریت ېې عرب سنیان دي او کردان، ترکمن اوعیسویان په کې اقلیتونه دي.