دیلما روسف بیا د برازیل ولسمشره وټاکل شوه

د انځور حقوق EPA
Image caption دیلما روسف پروسږ کال د فساد پر ضد، د فوټبال نړیوال جام پر سیالیو د ډېر لګښت کولو او کمزوریو خدمتونو وړاندې کولو پر ضد له پراخو احتجاجونو سره مخامخ شوه

برازیل کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دیلما روسف د دویم ځل لپاره پرله پسې ولسمشره وټاکل شوه.

د رایو رسمي شمېرنه ښيي چې مېرمن روسف ۵۱،۴۵ سلنه رایې ګټلې او سیال یې اسیو نیوس په کم توپیر سره ۴۸،۵۵ سلنه رایې ګټلې دي.

مېرمن روسف د خپلې بریا پر مهال وویل، چې غواړي 'ډېره ښه ولسمشره و اوسي له هغې چې وه '.

نوموړې تېر کال اداري فساد، د فوټپال نړیوال جام اړوند ډېر لګښت اود کمزورو خدمتونو وړاندې کولو په تړاو د ولس له پراخو احتجاجونو سره مخامخ شوه.

د دواړو نوماندانو په ټاکنیزو مبارزو کې اقتصادي پرمختګ او له بیوزلۍ نه د خلکو را ایستل مرکزي رول لاره.

مېرمن روسف له ۲۰۱۰ کال راهیسې ولسمشره وه او د خپل دولت د هغو پروګرامونو اړوند چې ټولېزې هوساینې په تړاو وو د برازیلایانو ترمنځ یې ډېر مینه وال درلودل.

د کارګر ګوند پېر چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې واکمن دی، یو ځل بیا وغځېد.

په ۱۹۸۹ کال کې د پوځي حکومت له په پای ته رسیدو وروسته لومړنۍ ازادې ټاکنې تر سره شوې.

مېرمن روسف له بریا وروسته له برازیلایانو وغوښتل، چې د برازیل د راتلونکې ښیګڼې لپاره سره یو شي او زیاته یې کړه چې نوموړې به سیاسي اصلاحاتو ته دوام ورکړي.

د سوسیال دموکرات(پي اس ډي بي) ګوند اړوند اسیونیوس د ۸ کلونو لپاره د سویلي ایالت میناس ګریس مشر و.

د مخالفې ډلې اصلي نوماند ادواردو کامپوس د اګست په میاشت کې په یوه پېښه کې ووژل شو او مارینا سیلوا د هغه ځای ناستې شوه او د ۲۱ سلنه رایو په اخیستو سره په لومړي پړاو کې دریمه شوه. له ماتې او له ټاکنو لرې کېدو وروسته یې له خپلو پلویانو وغوښتل چې ښاغلي نیوس ته رایه ورکړي.

مېرمن روسف په لومړي پړاو کې تر ټولو ډېرې رایې ګټلې وې خو د اصلي رایو د نه بشپړیدو له کبله له بریا نه پاتې راغله.

نوموړې په لومړي پړاو کې ۴۲ سلنه او ښاغلي نیوس ۳۴ سلنه رایې ګټلې وې.

د خلکو ګډون په لومړي پړاو کې ۸۰ سلنه وو او په برازیل کې ۱۸ نه ۷۰ کلنو پورې رایه ورکول حتمي دي.

ورته مطالب