د سویلي افریقا د ملي ټیم کپټان ووژل شو

د انځور حقوق Getty
Image caption نوموړي د جوهانسبرګ په پارکتان سیمه کې له اورلاندو پایرټس سره په ۲۰۰۵ کال کې لوبه پیل کړه

په سویلي افریقا کې د پولیسو په وینا د سویلي افریقا د فوټبال ملي ټيم لوبډلمشر سنزو میوا په ډزو وژل شوی دی.

رپوټونه ښيي، چې دغه پېښه د جوهانسبرګ په سویلي وسلوروس سیمه کې د میوا د ملګرې په کور کې شوې.

۲۷ کلن میوا اورلاندو پایرتیس ټیم لپاره لوبېده او د افریقا يي جام اتلولۍ په لومړيو پړاونو کې له ملي لوبډلې سره څلورو سیالیو کې لوبیدلی و. نوموړی وروستی ځل د خپل کلب له لوبډلې سره یوه لوبه کې ولیدل شو، چې پکي دوی د سویلي افریقا اتلولۍ جام نیمه پایلوبې ته ووتل.

د سویلي افریقا پولیس وايي، دوه کسان کور ته په داسې حال کې ننوتل چې یو کس بهر ولاړ و.

له ډزو وروسته درې واړه کسان د پېښې له سیمې وتېښتېدل. د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې دا د غلا یوه پېښه وه. د هغه چا لپاره ۱۴ ډالره انعام اعلان شوی، چې د عاملینو په اړه چارواکو ته معلومات ورکړي.

میوا د وژل کیدو خبر وروسته له هغه رسما اعلان شو چې نوموړی یې روغتون ته ولېږداوه.

نوموړي د جوهانسبرګ په پارکتان سیمه کې له اورلاندو پایرټس سره په ۲۰۰۵ کال کې لوبه پیل کړه. د روزنیز کلب مشر اروین خوزا وايي:"دا یوه خواشینونکې پېښه وه د سنزو د کورنۍ لپاره او اورلاندو پایرټس او د سویلي افریقا د ولس لپاره".

ورته مطالب