لويديځ پلوه گوندونه د اوکرايين په پارلماني ټاکنو کې مخکې دي

د انځور حقوق epa

تمه کېږي چې د اوکرايين ولسمشر پوروشينکو له هغه څه وروسته چې د روسي پلوه ولسمشر له شړل کېدو وروسته د هېواد په لومړيو پارلماني ټاکنو کې د لويديځ پلوه گوندونو غوڅ برى دى د ايتلافي حکومت پر جوړولو لاس پورې کړي.

د رايو يوه سروي ښيي چې تر اوسه پورې ټاکنو کې د ټولو اچول شويو رايو څلورمې برخې کې د ښاغلي پوروشينکو ايتلاف تر ټولو ډېرې رايې گټلي دي.

هغه له خپل متحد د لومړي وزير ارسيني ياڅينوک له گوند سره چې ټاکنو کې يې دويم ځاى خپل کړى دى د ايتلافي حکومت د جوړولو پر امکاناتو خبرې کړي دي.

ښاغلي پوروشينکو له خلکو مننه وکړه ، چې د هغه غوښتنه يې ومنله او له اروپايي اتحاديې سره د هېواد د پاتې کېدو لپاره يې رايه ورکړه.

لويديځ پلوه گوندونه به د اوکرايين پر پارلمان واکمن وي.

خو په ختيځ اوکرايين کې چې شاوخوا درې ميليونه خلک په کې ژوند کوي او روسي پلوه ياغيان پرې واکمن دي ټاکنې نه دي شوي.

کرېميا کې چې د مارچ په مياشت کې له روسيې سره يوځاى شوه يو نيم ميليون خلک ژوند کوي . دغو خلکو هم ټاکنو کې برخه وانه خيسته.

په دې ډول د اوکرايين په پارلمان کې به د ختيځ اوکرايين او کرېميا څوکې تشې پاتې شي.

شنونکي وايي چې د اوکرايين پارلماني ټاکنې به په بشپړه توگه د اوکرايين سياست بدل کړي.

دوى باور لري چې دا به يو لويديځ پلوه پارلمان وي.

په دې ټاکنو کې د اوکرايين د پخواني ولسمشر ويکتور ينکوويچ د سيمو گوند او کمونست گوند څنگ ته شوي دي.

خو شنونکي وايي که پارلمان کې اکثريت لويديځ پلوه هم وي خو د دې مانا دا نه ده چې دوى به سره متحد وي.

ځکه ويل کېږي چې د گوندونو ترمنځ ژور اختلافونه شته دي او د دوى نظريې ډېرې روښانه نه دي .

داچې دوى به د هغو ننگونو په وړاندې چې هېواد يې ورسره مخامخ دى چېرې درېږي دابه وخت وښيي.

ورته مطالب