چین د فساد سپړونکو د ساتنې ټټر وهلی

د انځور حقوق AFP
Image caption د چين حکومت او هم يې د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې د فساد مخنيوی يوه لويه ننګونه ګڼل کېږي

چينايي چارواکی وايي د فساد پر وړاندې مبارزې لړ کې، به هغه کسان خوندي وي چې د فساد پېښې راسپړي.

د چين څارنوالۍ لوړې کچې ادارې ويلي د لومړي ځل لپاره يې د داسې خلکو لپاره حقونه په ګوته کړي چې له ناوړه کړو وړو پرده پورته کوي.

دغې ادارې خپل هېوادوال هڅولي چې له رسمي لارو په "قانوني بڼه" راپورونه وړاندې کړي او دوی به يې په خپله وينا چټک غبرګون کې ګام پورته کوي.

له هغه راهيسې چې په ۲۰۱۲ کې واک ته رسېدلی، د چين ولسمشر شي جينپېنګ له خپل کمونست ګوند او حکومته د فساد جرړو ايستلو ته له هرڅه مخکې لومړيتوب ورکړی دی.

په بېجينګ کې د بي بي سي خبريال مارتن پېشېنس وايي دا واقعيت چې چارواکي په دې ډول خلکو ته د ډاډ ورکولو هڅه کوي، د زړه ناړه والي هغه حالت په ګوته کوي، چې ډېری فساد سپړونکي په رامخکې کېدو کې ورسره مخامخ دي.

د بي بي سي خبريال وايي هغوی چې د چارواکو د ناوړه کړو وړو او فساد راپور ورکوي، ځينې وخت د زورزياتي له ځوابونو او غچ سره مخامخېږي.

د خونديتابه پلان

د انځور حقوق
Image caption ولسمشر شي جېنپينګ د فساد پر وړاندې مبارزه خپل لومړيتوب ګڼلی دی

د چين سترې محکمې څارنوالۍ په يوه اعلاميه کې ويلي چې دوی "د لومړي ځل لپاره هغه حقونه روښانه کړي چې د فساد سپړونکي ترې برخمنېدی شي"، چې د خونديتابه حق او انعامونه هم په کې دي.

په اعلاميه کې ويل شوي "د يو کس له خوا د راپور ترلاسه کولو وروسته چې خپل ريښتینی نوم ورکوي، څارنوالي يې بايد د خطر ارزونه وکړي او له وخت سره سم بايد د خونديتابه پلان پلی کړي، او د فساد سپړونکي پر وړاندې د غچ اخيستو مخنيوی وکړي."

د محاکمې ادارې خلک هم هڅولي چې د ټليفون ژوندۍ کرښې او وېبپاڼې له لارې چې په تېر نژدې وخت کې د حکومت له لارې چمتو شوې، خپل راپورونه ورکړي.

دغې ادارې ويلي "د فساد سپړونکي بايد خپل راپورونه په قانوني ډول ورکړي، او په قصدي ډول حقيقت سره بدل نه کړي، بېلګې جعلي نه کړي او نه هم خلکو ته زيان واړوي."

چين د هغوی لپاره چې له رسمي لارو بهر ادعاوې وړاندې کوي، قانوني خونديتوب نه وړاندې کوي.

خبريالان وايي په داسې حال کې چې چارواکي ښايي غواړي د فساد مخنيوی وکړي، دوی په دې اړه هم اندېښمن دي چې له اندازې زيات کنټرول ورکوي.

له هغه راهيسې چې د فساد ضد دا تازه مبارزه پيل شوې، يو شمېر بلاګ ليکوالان چې پر انلاين يې خپلط ادعاوې خپرې کړې، نيول شوي او ډبول شوي دي.

ورته مطالب