زامبیا: سپین پوټکی ګای سکاټ چار سمبالی ولسمشر شو

د انځور حقوق Getty
Image caption ګای سکاټ د جنوبي افریقا اېف ډبلیو دي کلرک نه وروسته لومړی تورپوټکی دی چې د کوم افریقايي هېواد ولسمشر ټاکل کېږي

د زامبیا د ولسمشر مایکل ساټا له مړینې وروسته کابینې مرستیال ولسمشر تورپوټکی ګای سکاټ چار سمبالی ولسمشر ټاکلی.

نوموړی به تر راتلونکو ۹۰ ورځو د زامبیا ولسمشر وي.

په ۹۰ ورځو کې به د آزادو ټاکنو له لارې نوی ولسمشر ټاکل کېږي.

ګای سکاټ د جنوبي افریقا اېف ډبلیو دي کلرک نه وروسته لومړی تورپوټکی دی چې د کوم افریقايي هېواد ولسمشر ټاکل کېږي.

د ګای سکاټ کاري ژوند:

ښاغلی سکاټ په ۱۹۴۴م کال کې په شمالي روديسیا کې زېږېدلی.

کورنۍ یې له ګلاسکو دغلته کډه کړې وه او پلار یې هم د ډاکټر دنده لرله.

نوموړي د اقتصاد په برخه کې زده کړې کړي او له کامبرېج پوهنتون نه فارغ دی.

په ۱۹۹۰ کال کې یې د خپل سیاسي ژوند پیل وکړ او د اېم اېم ډي ګوند غړی شو چې ورپسې کال یې ټاکنې وګټلې.

د انځور حقوق AFP Getty
Image caption ښاغلی سکاټ په ۱۹۴۴م کال کې په شمالي روديسیا کې زېږېدلی.

نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې مرستیال ولسمشر وټاکل شو.

د مایکل ساټا مړینه:

د زامبیا ولسمشر مایکل ساټا د لندن په یوه روغتون کې د ۷۷ کلنۍ په عمر ومړ.

د زامبیا له حکومته په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي چې ښاغلی ساټا ناروغ و او د لندن په کېنګ اېډورډ روغتون کې یې درملنه کېده.

که څه هم دا نه ده ښکاره چې نوموړی د څه شي په ناروغۍ اخته و خو په وینا پاڼه کې زیاته شوې چې د سې شنبې ماښام د زړه ټکان زیاتېدو له امله نوموړی مړ شوی.

د زامبیا حکومت د کابینې مشر رولاند مېسېسکا دولتي ټلویزیون له لارې په خپله وینا کې وویل

"ډیر په خواشینۍ باید ووایم چې زموږ ګران ولسمشر له دې نړۍ سترګې پټې کړي، زه له تاسو ټولو غواړم چې په دې سخت وخت کې له صبر او زغم نه کار واخلئ"

د زامبیا ولسمشر څو ورځې وروسته له هغې مړ کېږي چې د زامبیا ولس له بریتانیا د خپلواکۍ ۵۰مه کلیزه ولمانځله.

نوموړی له لیوي مواناواسا وروسته دوهم ولسمشر دی چې د دندې پر مهال مري.

تېره میاشت داسې اوازې وې چې ولسمشر ساټا سخت ناروغ دی او له هېواده بهر درملنۍ ته تللی دی.

ورته مطالب