کوباني ته تلونکي پیشمرګه ځواکونه ترکیې ته ورسېدل

د انځور حقوق b
Image caption پیشمرګه ځواکونه د عراق له اربیل نه په یوه الوتکه کې ترکیې ته ولېږدول شول

رپوټونه وايي، د عراقي کردي جنګیالیو 'پیشمرګه' لومړۍ جوپه د سوریې د سرحدي عین العرب 'کوباني' ښار د سقوطد مخنیوي لپاره ترکیې ته رسېدلې ده.

کوباني دا مهال د اسلامي دولت د جنګیالیو له خوا کلابند شوی دی.

د پیشمرګه ځواکونو ډله د هوا له لارې ترکیې ته رسېدلې ده، خو د سرحد پر لوریې په پښو تګ پیل کړی، چې ترکي امنیتي ځواکونه هم ورسره مل دي.

د ترکیې له اناتولیا (اناضول) نه د بي بي سي خبریال وايي، یوې ځانګړې الوتکې د پیشمرګه ځواکونه د چارشبنې پر ګهیځ شاوخوا یوه بجه او ۱۵ دقیقې د عراق له شمالي اربیل هوايي ډګر نه د ترکیې شانلي اورفا نړیوالو هوايي ډګر ته ولېږدول.

ترکي رسنۍ واييو پیشمرګه ځواکونه د ترکیې سرحدي (سروج) ښارګوټي ته ولېږدول شول، خو ترکي ځواکونو یې کوباني ته د تګ لاره هواره کړه، خو خبریالانو ته یې له دوی سره د ملګرتیا اجازه او یا تعقیبولو اجازه ورنه کړه.

د تېرې سې شنبې په ورځ کردي چارواکو وویل:" ۱۵۰ پیشمرګه ځواکونه د عراق له اربیل نه په یوه الوتکه کې ترکیې ته ولېږدول شول، خو درنې وسلې به د ځمکې له لارې ولېږدول شي".

تېره اونۍ، د عراق کردستان پارلمان عین العرب (کوباني) ښار ته د اسلامي دولت د جنګیالیو د مخنیوي لپاره د پیشمرګه ځواکونو استول تایید کړل.

د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو بي بي سي ته وویل :"د کوباني ژغورل، او له اسلامي دولت نه د ورڅېرمه ځینو سیمو بېرته نیول پوځي عملیاتو ته اړتیا لري".

ښاغلي اوغلو ټینګار کړی، ترکیه د اسلامي دولت ډلې ضد ایتلاف کې ګډون نه کوي، خو که چېرې د امریکا په مشرۍ دغه ایتلاف یوه داسې کامله او شامه تګلاره غوره کړه، چې د سوریې د واکمن بشارالاسد نظام پکې وټکول شي، شاید ترکیه هم په دغه ایتلاف کې ګډون کولو ته زده ښه کړي.

نوموړي دا هم ویلي:"په داسې حال کې چې نور هېوادونه خپل ځواکونه نه استوي، د کوباني د مرستې یوازېنی حل دا دی چې هلته لږ ځواکونه د دفاع لپاره واستول شي، چې دې کار ته پیشمرګه او د سوریې د جیش الحر جنګیالي ښه برابر دي".

د کوباني جګړه د اسلامي دولت د جنګیالیو د شا ته کولو لپاره د نړیوال ایتلاف د ځواک لپاره یو ډول ازموینه ګڼل کېږي.

پر عین العرب 'کوباني' او شاوخوا سیمو پرله پسې هوايي بریدونو له کردي جنګیالیو سره د اسلامي دولت د بریدونو په مخنیوي کې ډېره مرسته وکړه، خو لاهم هلته جګړه او نښتې روانې دي، او اسلامي دولت د کوباني پر ۴۰ سلنه خاوره واکمن دی.

ورته مطالب