پر اروپا د روسيې الوتکو "غیر عادي" الوتنې

د انځور حقوق Reuters
Image caption دغو روسي الوتکو کې ټي یو ۹۵ او مګ ۳۱ جنګي الوتکې شاملې دی

ناټو وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د اروپا هوايي حریم کې د روسي جنګي الوتکو ( غیر عادي ) الوتنې لېدلې شوې دي.

د ناټو له لوري یوه بیان کې ویل شوي، چې د روسیې هوايي ځواک د څلورو ټولیو په لېږد رالېږد څارنه کېږي.

دغو روسي الوتکو کې ټي یو ۹۵ او مګ ۳۱ جنګي الوتکې شاملې دی.

ناټو وايي، ناروې، برتانیا، ترکیې او جرمني الوتکې الوځول شوې دي، چې د روسيې الوتکې وڅاري.

خو د ناټو په بیان کې د اوکراین یادوونه نه ده شوې.

د ناټو په وینا دغه سیمه کې د روسیې دومره الوتنې غیر عادي چاره ده، خو وايي کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.

بیان کې دغه راز ویل شوي، چې تورسمندر او اوقیانوس پر سر د روسي الوتکو الوتنې ترسترګو شوې دي.

له دغو الوتنو وروسته د څار لپاره د ناټو جنګې الوتکې الوتې دي.

بیان کې دغه راز راغلي، چې روان کال ناټو الوتکو ۱۰۰ ځلې د روسيې الوتکو مخه نیولې، چې وايي دا د تېر کال ورته پېښو پرتله ۳ برابره ډېرې پېښې دي.

کله چې کومه نامعلومه الوتکه د ناټو هوايي حریم ته نژدې شي، نو مخه نیول یې معمول دی.

خو ناټو وايي دغه ډول الوتنې د سوداګریزو الوتکو لپاره خطر دی، ځکه وايي نه خو روسي الوتکې د خپلې الوتنې پلان ښيي او نه هم پر الوتکو لګېدلي ټرانسپونډرونه ( د مخابراتي اړیکو ته ځواب ورکونکې اله ) فعاله پرېږدي.