سویډن فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند

د انځور حقوق
Image caption هیله ده نور هېوادونه هم د سویډن پر دې پله، پل کېږدي مارګوټ والسټروم

سویډن د یوه دولت په توګه فلسطین په رسمیت وپیژانده، دا د لویدیځې اروپا لومړنی لوی هېواد دی چې فلسطین په رسمیت پیژني.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې مارګوټ والسټروم وویل دا ګام د دې لپاره اخیستل شوی چې د دغې سیمې لپاره، چې د خبرو له ټپه دریدلي حالت، ورانۍ او ناهیلۍ سره مخامخ ده په ښې راتلونکې جوړولو کې برخه واخلي.

هغې زیاته کړې هیله لري چې نور هېوادونه هم د سویډن پر دې پله، پل کېږدي.

کله چې د روانې میاشتې په لومړنیو کې سویډن اعلان وکړ چې غواړي فلسطین په رسمیت وپیژني، د امریکا متحدو ایالتونو وویل دا له وخته وړاندې پرېکړه ده.

د اروپايي ټولنې ځینو غړو هېوادونو د پخواني شوروي اتحاد د غړیتوب پرمهال فلسطین د یوه دولت په توګه په رسميت پيژندلی و.