هند: په بانکي غلا تورن درې کسان نیول شوي

د انځور حقوق b
Image caption پوليس د يوه بل شکمن کس لټون هم کوي

هند کې پوليس وايي، درې کسان يې نيولي، چې دوى پرې شک کوي، دغو کسانو يوه بانک ته له ٤٠ متره تونل ايستلو وروسته له بانکه غلا کړې.

غلو هريانه ايالت کې د پنجاب نېشنل بانک له يوې څانګې نغدې پېسې، ګاڼې او نور ګران بيه توکي غلا کړي وو.

د پوليسو په وينا مخامخ د بانک خزانې ته کېندل شوى تونل بانک ته څېرمه له يوه تشه کوره پيل شوى و.

د ياد کور څښتن مړى د يوې لويې لارې اوږدو کې د هغه له ګاډي موندل شوي و.

پوليس وايي، نوموړي زهر خوړلي و او ځان يې وژلى و.

تر اوسه معلومه نه ده، چې نوموړي ولې ځان وژلى، خو پوليس وايي، ښايي هغه د نيول کېدو له ډاره داسې کړي وي. د ځايي پوليسو لوړ پوړي افسر اې کې راو، پريس ټرسټ اف انډيا خبري اژانس ته ويلي، له دريو نيول شويو کسانو نه يې ٢٤ کيلو سره زر او سپين زر او دغه راز ٦٠ زره روپۍ نغدې تر لاسه کړې دي.

پوليس د يوه بل شکمن کس لټون هم کوي.

پوليس افسر ارون نهرا وايي:"د کور څښتن د دغې توطئې جوړونکو مشر و. هغه نورو دريو کسانو ته پلان ورکړى و. هغه د دغې پېښې له تورونو کسانو نه يو دي." پوليس وايي، له دريو کسانو نه يو د يوه طبي لابراتوار کارکونکى و، بل يو د معاملاتو دفتر څښتن و او يو هم د سوني پت سيمې اوسېدونکى بزګر و چې دغه بانک پکې موقعيت درلود. پوليس وايي، تورون کسان له دې مخکې کوم جرم کې لاس نه لري او دې سره پوښتنه پيدا کېږي، چې دغه ډول 'بې تجربې' کسانو څنګه وکولای شول داسې 'ماهرانه او مسلکي' غلا وکړي.

Image caption د پوليسو په وينا مخامخ د بانک خزانې ته کېندل شوى تونل بانک ته څېرمه له يوه تشه کوره پيل شوى و

رسنيزو رپوټونو کې ويل شوي، غلو د تونل کېندلو لپاره له بيل او اوسپنيزو سيخونو کار اخيستی او د اوبو نل ليکو او يا ټيليفوني مزو ته يې هېڅ زيان نه دى اړولى.

غلو د تونل کېندلو لپاره ٤٠ ورځې کار کړى او د شنبې په شپه يې بانک کې له ٣٥٠ ډېرو صندوقچو ( لاکرونو ) نه ٧٧ تش کړي دي.

تر اوسه د غلا شويو توکو کره ارزښت نه دی معلوم شوى.

د ګوهانا ښارګوټي دغه دولتي بانک مسوولين د دوشنبې په ورځ هاغه مهال حيران دريان شول، چې د بانک پر غولي يې پراخ سورى وليد.

خبريالان وايي، غله د باليووډ له ( دهوم ) نومي فلم نه متاثر معلوميږي، چې پکې ورته يوه غلا تمثيل شوې ده.

ورته مطالب