روسیه اوکراین ته د ګازو په استولو سلا شوه

د انځور حقوق AFP
Image caption اوکراین خپل د اړتیا نیما يي ګاز له روسیې نه واردوي

روسیې هوکړه کړې چې اوکراین ته به د ګازو صادرات د روان کال د ژمي په موسم کې دوام ورکړي.

د روسیې، اوکراین او د اروپايي ټولنې د چارواکو ترمنځ له څو میاشتو خبرو وروسته ښکیلې خواوې دغې هوکړې ته ورسې دې.

د اروپايي کمېسون مشر ژوزې مانویل باروسو ویلي، دا په اروپا لویه وچه کې د انرژۍ د امنیت لپاره یو مهم ګام دی.

باروسو د دغې هوکړې له اعلان وروسته وويل، اوس به نو د اروپا خلک د ژمي له یخنۍ نه کړیږي.

روسیې اوکراین ته څو میاشتې وړاندې له دې کبله د ګازو صادرات بند کړي وو، چې کیف ورته پخواني پورونه نه وو ورکړي.

اروپايي ټولنه د اړتیا وړ دریمه برخه ګاز له روسیې اخلي، چې نیمايي یې د اوکراین له لارې واردوي.

د اروپاي ټولنې د انرژۍ مسول ګونتر اوتینګر هیله څرګنده کړې چې د ګازو اړوند دغه وروستۍ هوکړه د روسیې او اوکراین ترنګلې شوې اړیکي ښې کړي.

د دې هوکړې پر بنسټ اروپاي ټولنه له اوکراین سره مالي مرسته کوي تر څو له روسیي شرکت څخه ګاز تر لاسه کړی شي.

د دغو دوو ګاونډویو ترمنځ د بحران په زیاتیدو سره روسیې اعلان وکړ چې په اوکراین به ګاز قطع کړي او صادراتي ګاز بیه به هم لوړه کړي.

د روسیې دغه ګام د مسکو او کیف ترمنځ کړکیچ رامنځته کړ د دې کړکیچ په پایله کې یو شمیر لودیځو هیوادونو پر روسیې یو لړ بندیزونه ولګول چې لا هم دوام لري.

اوکراین خپل د اړتیا نیما يي ګاز له روسیې نه واردوي.

شنونکي وايي، سره له دې چي اوکراین د ګازو زیرمې لري خو هر کال په ژمي موسم کې ۳ تر ۴ میلیارده متر مکعب ګاز کمښت سره مخ وي.

روسیه د اروپاي ټولنې یو پر دریمه برخه ګاز تامینوي چې د دې نیمايي برخه د اوکراین له لارې لېږدول کېږي.

ورته مطالب