بورکینا فاسو: پوځ پر واکمنۍ سره وېشلی

د انځور حقوق AFP
Image caption ډګروال ازاک زيدا دوهم پوځی دی چې د ولسمشر کمپاورې له استعفا وروسته د دولت د مشرۍ داوه کوي

د بورکینا فاسو وسله والو ځواکونو ترمنځ د دې پر سر درز راټوکېدلی چې له ۲۷ کلنې واکمنۍ وروسته د ولسمشر بلېز کمپاورې د استعفا پايله کې څوک د دغه هېواد مشري کوي.

د ولسمشريز ګارد دوهم کس ډګروال ازاک زيدا ويلي د دولت د مشر په توګه يې واک تر ګوتو کړی دی.

له دې وړاندې د پوځ مشر جنرال هونورې تراورې ويلي وو، واګې ده په لاس کې اخيستې دي.

وروسته له هغه چې د جمعې پر ورځ د ولسمشر کامپاورې د استعفا اعلان وشو، ډلې ډلې خلکو په پلازمېنه واګاډوګو کې د خوښۍ نڅاوې کولې.

د انځور حقوق EPA
Image caption د پوځ مشر جنرال هونورې تراورې (د منځ کس) د جمعې پر ورځ وويل د دولت د مشرۍ چارې پر غاړه اخيستې

پخوانی ولسمشر وروسته له هغه استعفا ته اړ شو، چې احتجاجيانو د پارلمان او نورو حکومتي ودانيو ته اور واچاوه. دوی پر دې غوسه وو، چې ولسمشر د خپلې ۲۷ کلنې واکمنۍ لا نورې غځونې هڅه کوله.

ډګروال زيدا چې د شنبې پر ورځ يې خبرې کولې، وويل د جنرال تراورې دا ادعا چې د دولت مشر دی، اوس "باطله" شوې ده.

ډګروال زيدا په ټلويزيوني څرګندونو کې چې د فرانسې خبري اېجنسۍ خپرې کړې، ويلي "زه اوس د لېږد مشر او د دولت د مشرۍ مسئوليت پر غاړه اخلم، چې د دولت د اساسي قانون خونديتوب ډادمن کړم".

رویټرز بيا د ډګروال زيدا د يوې وينا څرګندونې چې پر ځايي راډيو خپرې شوې، خپرې کړې چې ويل يې: "زه د دولت د مشرۍ دنده پر غاړه اخلم، او د (لوېديځې افریقا سيمه ييزې ټولنې) ايکواس او نړيوالې ټولنې باندې غږ کوم چې خپل پوهاوی وښيي او د نوې ادارې ملاتړ وکړي."

د جمعې پر ورځ ښاغلي کامپاورې يوه اعلاميه خپره کړه او ويې ويل ولسمشري اوس تشه ده، او په ۹۰ ورځو کې يې د ټاکنو ترسره کولو غږ وکړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption خلک وروسته له هغه غوسه شول، چې ولسمشر کمپاورې د خپلې ۲۷ کلنې واکمنۍ لا نورې غځونې هڅه کوله

د ده ځایځایګی اوس معلوم نه دی.

د بورکینا فاسو د اساسي قانون ۴۳ مادې له مخې وروسته له هغه چې ولسمشر استعفا کوي، د دغه هېواد د مشرانو جرګې مشر بايد واګې پر غاړه واخلي، او ټاکنې بايد له دې وروسته له ۶۰ تر ۹۰ ورځو مودې کې ترسره شي.

خو پوځ د پنجشنبې پر ورځ بيړنی حالت اعلان کړ او د پارلمان دواړه جرګې يې منحل کړې، چې ورسره په عملي ډول د واک تشه رامنځ ته شوې ده.