١٥٠٠٠ بهرني جنگيالي له "داعش" سره يوځاى شوي

د انځور حقوق na

د ملگرو ملتونو يو تازه رپوټ وايي تراوسه پورې پنځلس زره خلکو سوريې او عراق ته سفرکړى،چې د اسلامي دولت له ډلې او نورو جهادي جنگياليو سره يوځاى شي.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته سپارل شوى دغه رپوټ وايي دغه بهرني جنگيالي د څه پاسه ٨٠ هېوادونو څخه سوريې او عراق ته ورغلي دي.

په ملگرو ملتونو کې هغه کميټه چې القاعدې پورې تړلې مسالې څيړي دغه رپوټ برابر کړى دى او د موندنو له مخې يي هره مياشت زره بهرني جنگيالي عراق او سوريې ته مخه کوي.

رپوټ وايي د داعش ډېرى بهرني غړي د اسلامي هېوادونو وگړي دي چې ٣٠٠٠يې د تونس او ٥٠٠ يې د عربستان دي .

روسيه هغه غيراسلامي هېواد دى چې ٨٠٠کسان ترې عراق او سور يې کې له داعش او نورو جهادي ډلو سره يوځاى شوي دي.

ملگري ملتونه وايي داسې شواهد په لاس لري،چې جهاديان د بم جوړولو له نويو تخنيکونو سره سوريې او عراق ته ورغلي دي او له توپيرونو سره سره د اسلامي دولت او القاعدې ستراتيژيکي موخې سره يوه شانته دي.

بل لورته د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت خپلو هغو وگړو ته چې بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي خبرداری ورکړی چې ښايي د اسلامي دولت پرضد په هوايي بریدونو کې د بریتانیا د ونډې له امله له ګواښ سره مخامخ شي.

د بهرنیو چارو وزارت د نړۍ ټولو هېوادونو ته سفر کوونکو بریتانویانو ته ویلي چې له ډېر احتیاطه کار واخلي.

بریتانوي جټ الوتکې په عراق کې له نورو لویدیځو او عربي هېوادونو سره په ایتلاف کې د اسلامي دولت ډلې پرضد په هوايي بریدونو کې ونډه اخلي چې له هغو سیمو یې په شاه وتمبوي چې په وروستیو کې یې نیولي دي.

ورته مطالب