بوکو حرام ډلې د نایجریا حکومت اوربند ادعا رد کړه

د انځور حقوق AFP
Image caption د بوکو حرام ډلې مشر وايي، دغه نجونې واده شوې دي او اوس ' د خپلو مېړونو کورونو کې دي '

سخت دریځې ډلې بوکو حرام د نايجريا حکومت هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې پر يوه اوربند سره سلا شوي دي.

په يوه ويډيويي پيغام کې د دغې ډلې مشر ابوبکر شيکاو، ويلي له ۲۰۰ زياتې هغه زده کوونکې چې په اپريل مياشت کې يې د نايجريا په شمال چيبوک کې تښتولې وې مسلمانې او واده کړې دي.

ده ويلي د نايجريا له حکومت سره يې هېڅ خبرې نه دي کړي.

د اکتوبر په ۱۷ د نایجریا پوځ له بوکو حرام ډلې سره د یوه اوربند اعلان وکړ او ویلي یې و، چې تښتول شوې نجونې به ژر خوشې شي.

خو د جمعې په ورځ د یوې سختې بمي چاودنې په شمول، د اوربند له اعلان سره سره د تاوتریخوالي پېښو دوام وکړ.

بوکو حرام ډله له ۲۰۰۹ راهیسې په جګړه بوخته ده او ویل کېږي، چې د سږکال تاوتریخوالي پېښو کې نژدې ۲۰۰۰ ملکي کسان وژل شوي دي.

په یوه ویډیو کې، چې د جمعې په ورځ خپره شوه د بوکو حرام ډلې مشر ابوبکر شیکاو وايي:

'موږ له هېچا سره اوربند نه دی کړی، موږ له هېچا سره خبرې نه دي کړې، دا دروغ دي'

ده په لومړي ځل په دغه ويډيو کې دا هم تاييد کړه، چې یو جرمنی سړی يې نيولی او ګومان کېږي، چې دا په جولای مياشت کې د دوی له لوري يرغمل شوی ښوونکی دی. د نايجريا حکومت ويلي و له بوکو حرام سره په ګاونډي هېواد چاد کې خبرې روانې دي.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې دغه ویډیو کله او چېرې ثبت شوې ده. لاګوس کې د بي بي سي خبریال ټومي اولادیپو وايي، دغه ویډیو به د نایجریا حکومت لپاره لوی خجالت وي، چې ویلي یې دي، بوکوحرام سره یې اوربند کړی دی.

د لرې پراته بورنو ایالت له چیبوک سیمې نه په تېره اپریل میاشت کې د دغې ډلې لخوا د ۲۱۹ ښوونځي زده کونکو نجونو تښتول کېدو پېښې په نړیواله کچه غم او غوسه راوپارل.

د دغو نجونو له پرلپسې یرغمل پاتې کېدو وروسته د نایجریا حکومت پر هغو هڅو هم نیوکې وشوې، چې د یادو نجونو خوندي خوشي کېدو لپاره یې کوي.

هاغه مهال هیلې وټوکېدې، چې د نایجریايي پوځونو مشر الیکس بادیح وویل، له بوکوحرام ډلې سره اوربند رامنځته شوی. هغه ویلي و:

'دوی ډاډ راکړی، چې نجونې دوی سره دي او دوی به یې خوشې کړي، زه خورا هیله مند یم.'

خو د بوکو حرام ډلې مشر وايي دغه نجونې واده شوې دي او اوس ( د خپلو مېړونو کورونو کې دي ) تېره اونۍ د بشري حقونو څار سازمان هېومن رایټس واچ وویل، چې بوکو حرام له ۵۰۰ ډېرې ښځې او ځوانې نجونې یرغمل ساتلې او وايي په زوره ودوول د دغې ډلې په کمپونو کې معمول چاره ده.