پاکستان: واهګه پولې ته نژدې ځانمرګي برید ۵۴ وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې ویاند احسان الله احسان الله بي بي سي سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې د دغې پېښې مسوولیت منلی دی

د پاکستان لاهور ښار ته نژدې د هند او پاکستان تر منځ د واهګه پولې ته څېرمه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۵۴ کسان وژلي او له ۶۰ ډېر ټپیان دي.

په وژل شویو کې د پاکستان سرحدي پولیسو تر څنګ ولسي خلک هم شامل دي.

د راپورونو تر مخه په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې ویاند احسان الله احسان الله بي بي سي سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې د دغې پېښې مسوولیت منلی دی.

د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډله د پاکستان په قبایلي سیمه مومند اېجنسۍ کې فعاله ده.

ځانمرګی برید د واهګه پر پولې د بېرغ راکښته کولو د غونډې نه څو شيبې وروسته وشو.

دغې غونډې ته له پولې دواړو غاړوو سلګونه خلک ورځي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د واهګه سیمې په مرکزي روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی و

د پاکستان د سرحدي پولیسو مشر طاهر خان رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دغه برید د بیرغ راکښته کولو د غونډې له ځایه شاوخوا د ۵۰۰ مترو په واټن کې شوی.

د نوموړي په وینا په برید کې درې سرحدي پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د دغې پېښې د سملاسي څېړنې امر کړې.

د پاکستان د پنجاب ایالت د پولیسو مشر مشتاق سکېرا تر اوسه د ۴۹ کسانو د وژنې او د ۶۰ نورو د ټپي کېدو خبره تایید کړې.

Image caption د راپورونو تر مخه په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته

نوموړي دا هم منلي چې دا یو ځانمرګی برید و.

د روغتون مشر ډاکټر اېم اېس خرم په وینا تر اوسه د دوی روغتون ته د ۳۵ کسانو مړي وروړل شوي.

په پیل کې داسې اټکل کېده چې دغه چاودنه د غازو ډبې د چاودېدو له امله رامنځته شوې خو وروسته بیا د ځانمرګي برید پخلی وشو.

ورته مطالب