امريکا د فضايي بيړۍ دچاودېدو پلټنه کوي

د امريکا متحده ايالتونه په دې اړه پلټنه کوي،چې ولي د ويرجن گلاکتيک فضايي توغندى د کلفورنيا د دښتې پرسر د ازمايښتي الوتنې پرمهال وچاودېد.

د ويرجن کمپنۍ مشر سرريچارډ برانسن وويل هوډمند دي، چې دا معلومه کړې چې په دې برخه کې څه تېروتنه شوې وه.

" موږ ژمن یو چې دا ومومو،چې تېروتنه په څه شي کې شوې او په دې هکله د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره له چارواکو سره کار کوو.

اوس به ډېر وختي وي چې زه د تحقیقاتو په اړه څه جزییات په ډاګه کړم.

موږ تل پوهېدو چې فضا ته د سیلانیانو د لېږدولو چاره به ستونزمنه وي.

موږ د دې لپاره له څو کلونو راهیسې هر اړخیزازمایښتي پروګرام پیل کړی او خوندیتوب په کې زموږ لومړنى لومړیتوب دی.

دا ازمایښتي پروګرام د سوداګریز هوايي چلن په تاریخ کې تر ټولو لوی دی، دقیقا په دې خاطر چې خلک له دغسې پېښو سره مخامخ نه شي"

د پيلوټ مرستيال ٣٩ کلن مايکل السبرى هغه مهال ووژل شو چې هواته تر پورته کېدو لږ وروسته د سپيس شيپ ټو هوايي بيړۍ وچاودېده.

سيمه ييز پوليس وايي پيلوټ پېتر سي بولډ چې له پېښې ژوندى وتلى دى سخت ژوبل دى.

د ترانسپورت د خونديتوب د ملې ادارې يوه ډله د شنبې په ورځ د کلفورنيا د موجوى سيمې ته ورغلې چې د پېښې پلټنه وکړي.

د ويرجن کمپنۍ وايي تمه کېږي چې ډله څلور تر اووه ورځو پورې د پېښې ځاى کې اوسئ خو زياتوي چې هراړخيزه پلټنه به ١٢ مياشتو کې بشپړه شي.

په پام کې و چې راتلونکى ٢٠١٥ کال کې فضا ته توريستي الوتنې پيل شوي واى. تراوسه پورې شاوخوا ٧٠٠ کسانو فضاته د تگ لپار نومليکنه کړې ده .

خو شنونکي باور ښيي چې دا پېښه ښايي دغه چاره وځنډوي.

په همدې حال کې د ويرجن کمپنۍ مشر هم ويلي دي چې له دې پېښې وروسته فضا ته د سيلانيانو په استولوکې به بيړه ونه کړي.

ورته مطالب