د بنګله دېش لر او بر کې پرچاو شوې برېشنا فعالیږي

Image caption چارواکي وايي، یوه مزي کې د خرابۍ له امله برېښنا تللې وه چې له هند نه بنګله دېش ته برېښنا لېږدوي.

بنګله دېش کې چارواکي وايي، د شنبې په ورځ د دغه هېواد لر او بر کې یې د برېښنا له پرچاوۍ وروسته اوس د هېواد ډېرې برخو کې بېرته برېښنا فعاله کړې ده.

چارواکي وايي، انجنران توانیدلي، چې هغه برېښنا کوټونه ترمیم کړي، چې اویا سلنه برېښنا رسوي او وايي پاتې نور به هم د یو څو ساعتونو اوږدو کې فعال شي.

په پلازمېنه ډاکه کې د برېښنا له بېرته راتګ سره خلکو خوشحالۍ وکړې.

دغه ښار کې چې ۱۵ میلیونه وکړي پکې ژوند کوي، د برېښنا د نشتوالي پرمهال د پیریانو د یوه ښار په شان ښکاریده، کورونه، دوکانونه او کاروباري مرکزونو کې تیاره وه.

د اوبو رسولو سیتسم په ناوړه توګه اغیزمن شوی، د اوبو هغو پمپونو چې له ځمکې لاندې اوبه باسي کار نه کاوه.

چارواکو ویل چې برېښنا د لېږدولو د یوه مزي د خرابولي له امله تللې ده.

همدا لامل شو چې په ټول بنګله دېښ کې چې ۱۵۰ میلیونه وګړي پکې ژوند کوي ټول برېښنا کوټونه یو د بل پسې له فعالیته ولوېږي.

بنګله دېش تېر کال د اکتوبر په میاشت کې له هندوستان نه د برېښنا واردول پیل کړل او د چارواکو وینا، چې په ټول بنګله دېش کې برېښنا په همدې مزي کې د خرابۍ له امله تللې وه چې له هند نه بنګله دېش ته برېښنا لېږدوي.