ایران کې یوه مېرمن د لوبې نندارې له کبله په بند محکومه شوې

د انځور حقوق Free Ghoncheh Ghavami
Image caption د ۲۵ کلنې غنچې قوامي، وکیل وايي چې هغه اوس د دولت پرضد په پروپاګند کولو محکومه شوې

یوه ایران الاصله بریتانوۍ ښځه په دې خاطر د یوه کال په بند محکومه شوې چې هڅه یې کړې وه د نارینه وو د والي بال لوبډلو ترمنځ سیالي له نژدې وګوري.

غنچه قوامي، د جون په میاشت کې د دې لپاره ونیوله شوه چې ګواکې د دولت له خوا د لګول شوي بندیز نه یې سرغړونه کړې وه.

په تهران کې د آزادي په نامه لوبغالی کې د ایران د واليبال ملي لوبډلې د ایټالیا له لوبډلې سره سیالۍ کوله چې دې یې له نژدې نه د لیدلو هڅه کړې وه او ونیوله شوه.

په ایران کې ښځې نه شي کولای چې د واليبال او فوټبال سیالۍ له نژدې وګوري. چارواکي وايي، دا بندیز یې په دې خاطر لګولی چې ښځې د سیالیو پرمهال د نارینه وو له ناوړه چلن سره مخامخې نه شي.

د ۲۵ کلنې غنچې قوامي، وکیل وايي، چې هغه اوس د دولت پرضد په پروپاګند کولو محکومه شوې او د یو کال بند جزا ورکړل شوې.

ورته مطالب