مېرکل: اروپايي ټولنه کې د کمرون غوښتنې د منلو نه دي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مېرمن مېرکل وېره لري، چې بریتانیا هغه ځای ته نږدې کېږي، چې وايي، بېرته ستنېدل ورنه ګران دي

د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل ویلي، اروپايي اتحادیې سره د اړیکو لړ کې د ډیوېډ کمرون غوښتنې د منلو وړ نه دي.

بریتانوي حکومت ویلي، د دغو رپوټونو په اړه به څه و نه وايي.

پر کمرون په هېواد کې دننه د کډوالۍ محدودولو لپاره فشارونه دي.

شپيګل مجلې خپل رپوټ کې لیکلي، مېرمن مېرکل وېره لري، چې بریتانیا هغه ځای ته نږدې کېږي، چې وايي، بېرته ستنېدل ورنه ګران دي.

د نوموړې دغه څرګندونې د بریتانوي لومړي وزیر ډیویډ کمرون له څرګندونو وروسته مخې ته راغلې، چې د اروپايي اتحادیې تر منځ د کارګرو تګ راتګ لړ کې د بندیزونو غوښتونکی دی.

د بریتانیا لومړی وزیر غواړي، له هغه مخکې، چې له اروپايي اتحادیې سره یې د هېواد غړیتوب دوام ټولپوښتنې ته وړاندې شي، د دغه غړیتوب د دوام پر سر خبرې وکړي.

ښاغلي کامېرون ویلي، په ځانګړې توګه د اروپا ستراتيژۍ کې به یې د خبرو تر ټولو مهمه موضوع په اروپايي اتحادیې کې د تګ راتګ ازادي وي.

نوموړی وايي، دا چې دی او محافظه کاران په واک کې پاتې شي په ۲۰۱۷ کال کې به د اروپايي اتحادیې غړیتوب دوام لپاره ټولپوښتنه وکړي.

د شپیګل رپوټ کې راغلي، مېرمن مېرکل وايي، که ښاغلی کامېرون د تګ راتګ اړوند په بدلونونه ټینګار وکړي، دغه اتحادیې کې به د برتانیا د غړیتوب دوام لپاره له ملاتړه لاس پر سر شي.

دغه مجله وايي، دا لومړی ځل دی چې مېرمن مېرکل له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو پر امکان خبرې کوي.

ډیویډ کامېرون ویلي و چې اروپايي هېوادونه د هغه کارکوونکو لپاره چې د کار لپاره بل هېواد ته ځي یو شمېر بندیزونه پرې ولګوي.

مېرکل له دې سره مخالفه ده چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو وګړي چې د دغې ټولنې په حدودو کې د کار لپاره سفر کوي پرې بندیزونه ولګول شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه مجله وايي، دا لومړی ځل دی چې مېرمن مېرکل له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو پر امکان خبرې کوي

د اروپايي ټولنې مشر ژوزه مانوئل باروسو هم مخکې ویلي و چې که بریتانیا له اروپايي ټولنې بهر شي نو خپل نفوذ په له لاسه ورکړي.

باروسو له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي و چې په اروپايي ټولنه کې د خلکو تک را تک یوه ،اړینه، نا بدلیدونکې قاعده ده.

دغو څرګندونو په غبرګون کې د بریتانیا د لومړي وزیر دفتر وویل، ښاغلی باروسو باید په دې پوه شي چې روان وضعیت د بریتانیا لپاره د منلو نه دی.

ورته مطالب