د اوکراین ولسمشر بیړنۍ امنیتي غونډه را بللې

د انځور حقوق AFP
Image caption ختيځ اوکراين کې د يکشنبې په ټاکنو کې د ياغيانو مشران د سيمو د مشرانو په توگه ټاکل شوي

مسکو ته نژدې د اوکراین په ختیځ کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه کې تر سره شوو ټاکنو په تړاو د اوکراین ملي امینت ټیم د دغه هیواد د ولسمشر په ګډون به بیړنۍ ناسته تر سره کړي.

د اوکراين ولسمشر پيترو پوروشينکو ويلي، ختيځ اوکراين کې د ياغيانو له لوري غير مسوولو ټاکنو د سولې ټول بهير له خطر سره مخامخ کړى دى.

په يوې ټلويزيوني وينا کې ښاغلي پوروشينکو وويل، هيڅکله به هم د دونڅک او لوهنڅک په ولسي جمهوريتونو کې ټاکنې په رسميت ونه پيژني او هغه يي د مينسک د سولې له موافقې زغرده سرغړونه وبلله:"اوکراین په دوامداره توګه د مینسک تړون عملي کوي، د نورو لورو له خوا له تړونه لویو سرغړونو ته په کتو موږ خپل پلان بدل کړی. ما وار دمخه د دفاع له وزیر سره د نوي حالت په اړه خبرې وکړې. د سې شنبې په ورځ به د ملي امنیت او دفاع له شورا سره یوه غونډه وکړم او موږ به ټول حالت وڅیړو او د خپلو اقداماتو پلانونه به بدل کړو، دا پلانونه به د خوشبنیو او بدبینو په اړه له اټکلونو سره سم وي. یوه له موضوګانو چې زه به یې په غونډه کې په اړه سلا مشورې وکړم د لوهنڅک او دونڅک په ځینو ولسوالیو کې په کورواکي حکومت کې د قانون تر پښو لاندې کولو موضوع ده."

د انځور حقوق Reuters
Image caption پوروشينکو ويلي، ختيځ اوکراين کې د ياغيانو له لوري غير مسوولو ټاکنو د سولې ټول بهير له خطر سره مخامخ کړى

هغه زياته کړه چې هغه قانون به هم لغوه کړي چې د مينسک د سولې د موافقې له مخې د ياغيانو ترولکې لاندې سيمو ته په کې د ځانگړو ځاني حکومتونو جوړول خوندې شوي دي.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې داوکراين په ختيځ کې د بيلتون پالو له لوري د ترسره شويو ټاکنو نتيجې به ونه مني.

د بهرنيو چارو وزارت وياندې جين پسکي روسيې ته هم خبردارى ورکړ:"د امریکا متحده ایالاتونه تېره ورځ د اوکراین په ختیځ کې د پیلتونپالو له لوري ترسره شوې ټاکنې غندي او هغه په رسمیت نه پیژني. دغه راز په دې غیرقانوني ټاکنو کې غوره شوي مشران هم په رسمیت نه پیژني. موږ د اروپایي اتحادیې، ملګرو ملتونو، فرانسې، جرمني، او نورو له خوا هم د اعلامیو هرکلی کوو چې دغه غیرقانوني او غیر مشروع کړنې یې رد کړې دي. که روسیه دغه ټاکنې په رسمیت وپیژني نو له دې سره به ځان نوره هم منزوي کړي."

د انځور حقوق Reuters
Image caption هغه قانون به هم لغوه شي چې د مينسک د سولې د موافقې له مخې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو ته په کې د ځانگړو ځاني حکومتونو جوړول خوندې شوي

تر دې دمخه جرمني ويلي و، چې ختيځ اوکراين کې د ياغيانو له لوري له ترسره شويو ټاکنو د ملاتړ له کبله د روسيې پر ضد د نورو بنديزونو پر لگولو غور کوي.

ختيځ اوکراين کې د يکشنبې په ټاکنو کې د ياغيانو مشران د دونڅک او لوهنڅک د سيمو د مشرانو په توگه انتخاب شوي دي.

مسکو ويلي دي، چې په ټاکنو کې به د خلکو ارادې ته درناوى وکړي او نتيجې به يې په رسميت وپيژني.

ورته مطالب