د امریکا منځمهاله ټاکنو کې جمهوري غوښتونکي بریالي شول

د انځور حقوق
Image caption مکدانل وکولی شو خپل ديموکرات سیال ته ماتې ورکړي

د امریکا جمهوري غوښتونکی ګوند په منځمهالو ټاکنو کې بریالی شو او د مشرانو جرګې يا سنا کنترول یې تر لاسه کړ.

له ۲۰۰۶ کال را په دېخوا دا لومړی ځل دی چې جمهوري غوښتونکو د سنا مجلس او د پارلمان کنترول تر لاسه کړ.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په کانګرس کې د دواړو ګوندونو مشران سپنې ماڼۍ ته د جمعې پر ورځ وربللي، چې د نویو سیاسي شرایطو په اړه خبرې ورسره وکړي.

د امریکا جمهوري غوښتونکي ګوند وکولی شول چې په آرکانزاس، کلرادو، آیوا، مونتانا، شمالي کارولینا، سویلي داکوتای او لویدیځه ویرجینا ایالتونو کې بریا خپله کړي او له دیموکراتانو نه د سنا مجلس واک واخلي.

جمهوري غوښتونکی سناتور ميچ مکدانل به له دې وروسته د ديموکرات د هري ریډ پر ځای د سنا مجلس مشري پر غاړه ولري.

مکدانل وکولی شو خپل ديموکرات سیال ته ماتې ورکړي او د خپلې بریا له اعلان نه وروسته یې وویل:" خلک نور پر دغه دولت باور نه لري."

د امریکا جمهوري غوښتونکی ګوند په پارلماني ټاکنو کې هم د پام وړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي او خپله بریا یې لا ټینکه کړې.

د امریکا په تاریخ کې دا له لګښته ډکې منځمهاله ټاکنې وې.

جمهوري غوښتونکي په ترلاسه کړو بریاو سره کولی شي د بودیجې په طرحه کې خپل سیاست اعمال کړي همدارنګه دوی کولی شي چې په قضايي او اجرايي چارو کې د اوباما له خوا د معرفي کېدونکو کسانو د تاييد پر وړاندې خنډ وګرځي.

د امریکا د دیموکرات ولسمشر بارک اوباما محبوبیت خپلې ټېتې کچې ۴۰ سلنې ته رالوېدلی او دا هر څه د دیموکراتانو په ماتې کې بې اغیزې نه و.

جمهوري غوښتونکو په ټاکنو کې له دغې مسلې ګټه پورته کړه او په ټاکنیزو مبارزو کې له اوباما او د هغه له سیاست نه يې ناخوښي څرګندوله او ویل به ېې، 'دغه ټاکنې د ښاغلي اوباما د محبوبیت په اړه یوه ټول پوښتنه څرګندوي'.

ورته مطالب