د څو مېرمنو میړه ته د کاناډا هویت نه ورکول کېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption د کاناډا کډوالو چارو وزیر وايي: له دغه ډول ناوړه دود نه د کاناډا وګړو او کاناډا ته راغلو خلکو د ژغورلو لپاره موږ قوانین سخت کړي

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر کرس ایلیګزینډر اعلان وکړ چې حکومت په یوه داسې قانوني طرح کار کوي چې پر بنسټ به یې هغو کسانو ته تابعیت نه ورکول کېږي چې له یوې نه د زیاتو مېرمنو خاوند وي.

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر له یوه نه د زیاتو ودونو کول یو' ناوړه دود ' وباله.

د کاناډا له لوري د دغه قانون وړاندې کولو تر شا تېره یوه لسیزه کې د هغو پېښو زیاتوالی یادیږي، چې د 'ناموسي وژنو ' نوم ورکړل شوی دی.

کاناډا چارواکي وايي، له جنوبي اسیا او منځني ختيځ نه ورغلي کډوالو ټولنو کې دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.

کرس ایلیګزینډر ویلي: له دغه ډول ' وحشیانه دود ' نه د کاناډايي وګړو او کاناډا ته راغلو خلکو د ژغورلو لپاره موږ قوانین سخت کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، موږ د کاناډا اوسېدونکو او کاناډا ته راغلو خلکو لپاره یو څرګند پیغام ورکو چې موږ داسې دودونه په هېڅ صورت نه منو، چې د بشري حقونو ضد وي.

د دغې قانوني مسودې له مخې په زوره ودول ممنوع اعلان شوي او د واده لپاره لږ تر لږه عمر ۱۶ کاله ټاکل شوی دی.

مسودې کې د 'ناموسي وژنو' او مېرمنو وژنو په اړه د دفاع لپاره دریځ نور هم سخت شوی دی.

مې میاشت کې د کاناډا یوې محکمې د یوې نجلۍ وژنې قضیې کې د هغې مور هند ته استولې وه. د نجلۍ مور او خپلوانو هغه ۱۴ کاله مخکې هند کې له یوه رکشه ډرېور سره د واده کولو له کبله وژلې وه.

دغه راز یوې پاکستانۍ کورنۍ ته ۲۰۱۰ کال کې د ' ناموسي وژنې' په تور سزا ورکړله شوې وه. ورور او پلار ۱۶ کلنه نجلۍ د حجاب نه مراعاتولو له کبله وژلې وه.

ورته مطالب