عرب شیخ د ولسمشر موخیکا موټر په یو میلیون ډالر اخلي

د انځور حقوق AP
Image caption موخیکا وايي، که خپل موټر خرڅ کړي، پیسې به یې بې وزلو ته ورکړي.

د یوروګوای ولسمشر خوسېه موخیکا ویلي، داسې یو پیغام ورته رسېدلی دی، چې ګني فولکس واګون (ګونګټه) کوچنی موټر یې په یو میلیون ډالر غوښتل شوی دی.

موخیکا چې د نړۍ تر ټولو بې وزله ولسمشر بلل شوی، د خپل ځان لپاره تر ټولو د ټیت قیمت موټر غوره کړی.

نوموړی وايي، د موټر اخیستو وړاندیز یوه عرب شیخ ورته کړی دی.

د یوروګوای و لسمشر دا څرګندونې له یوې مجلې سره کړې دي، چې وايي، که چېرې دغه غوښتنه ومني او خپل موټر خرڅ کړي، نو پیسې به یې پر بې وزله کسانو ووېشي.

موخیکا په یوه کرونده کې اوسېږي، چې ډېری وخت خپله تنخا هم نه اخلي.

په ۲۰۱۰ کال د هغه د شتمنۍ کچه نژدې ۱۸۰۰ ډالره وه، چې دغه پیسې په ۱۹۸۷ کال د هغه له اسماني رنګه (ګونګټې) موټر له بیې سره برابرې وې.

۷۹ کلن موخیکا وايي ((ما ته یو وړاندیز وشو، په لومړي سر کې مې بابیزه وباله، بیا بل وړاندیز راته وشو، همدا وو چې دویم وړاندیز مې جدي وګاڼه)). نوموړی زیاتوي، پر خپل موټر ټینګ نه دی ولاړ، او په لیلام کې یې د خرڅولو مانع هم نه دی.

هغه د ټوکې په توګه ویلي چې خپل موټر به د خپې سپۍ مانویلا له کبله خرڅ نه کړي، چې وايي په درو پښو ګرځي او له یوې بې برخې شوې ده.

موخیکا وايي، که چېرې موټر په یومیلیون ډالرو خرڅ کړي، نو دغه پیسې به د بې وزله او هېرو شویو کسانو په مرستې ولګوي.

اوس د یوروګوای د اساسي قانون له مخې هغه د ولسمشرۍ بل ځل ټاکنو ته ځان نه شي نومولی، خو په هېواد کې یوې نظرپوښتنې ښودلې ده چې لاهم په خلکو کې ۶۰ سلنه دده پلوي کوي.

هغه دوه کاله مخکې د خپلې مېرمنې نيمايي شتمني چې په هغې کې ځمکه، تراکټور او کور هم شامل وو د خپلې شتمنۍ په نوملړ کې ور زياته کړه چې په دې توگه د هغه شتمني ٢١٥ زره ډالرو ته لوړه شوه چې اوس هم د هغه د مرستيال دانيلو استوري د شتمنۍ، دوه په دريمه برخه جوړوي.

ښاغلى موخيکا په ٢٠٠٩ کال کې ولسمشرۍ ته ونومول شو او په ١٩٦٠ او ١٩٩٧٠ لسيزو کې د توپامارو د ډلې غړى و.

<span >

ورته مطالب