امریکا ۱۵۰۰ نور سرتېري عراق ته استوي

د انځور حقوق AP
Image caption د دغو پوځيانو د استولو هدف د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد جګړه کې د عراقي ځواکونو ملاتړ دی

د متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما عراق کې له داعش ډلې سره په جګړې کې د عراقي ځواکونو مرستې لپاره د ۱۵۰۰ اضافي امریکايي پوځي کسانو ځای پر ځای کول رسماً منلي دي.

پینټاګون ویلي، د دغو پوځیانو رول به محاربوي نه وي او عراقي ځواکونو سره به مرسته کوي او سلا مشورې به ورکوي.

خو په واشنګټن کې د بي بي سي یو خبریال وايي، داسې اندېښنې شته، چې ښايي عراق کې ډېرېدونکي امریکايي پوځیان به ژر پر یوه جګړه ییز ځواک بدل شی، ځکه د عراقي ځواکونو وړتیا تر شک لاندې ده.

امریکايي ځواکونه به له هغو ۱۴۰۰ نورو امریکايي پوځیانو سره یو ځای شی، چې وار له مخه عراق کې دي او له ایربیل او بغداده بهر به دوه روزنیز مرکزونه جوړ کړي.

د انځور حقوق b
Image caption اوباما عراق ته د یو نیم زرو اضافي امریکايي پوځيانو د لېږلو امر کړی دی

له دې مخکې د امریکا د همکارۍ په تړاو په رپوټونو کې راغلي و، چې د اسلامي دولت ضد بمباریو کې تر ۵۵۰ ډېر کسان وژل شوي.

سوري فعالانو ویلي و، د ''اسلامي'' دولت ډلې خلاف د امریکا په مشرۍ ایتلاف هوايي بریدونو کې، له پنځه نیم سوه ډېر کسان وژل شوي، چې وايي، ډېری یې اورپکي دي.

سوریې کې د بشري حقونو څار ډله، چې مرکز یې بریتانیا کې دی ویلي و، دغو هوايي بریدونو کې له ۴۶۰ ډېر وسله وال، چې د ''اسلامي دولت'' ډلې اړوند وو، وژل شوي او وايي، د النصره جبهې ۶۰ وسله وال هم دغو بریدونو کې وژل شوي، چې د القاعده اړوند ده.

Image caption کوباني

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي و، د امریکا هوايي بریدونو او کردي جنګیالیو د ''اسلامي دولت'' پر جنګیالیو کړۍ راتنګه کړې ده، خو وايي، لاهم د دغه ښار د سقوط وېره شته.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند امیرالبحر جان کیربي ویلي و، که څه هم کردي جنګیالي د کوباني پر ډېرو برخو واکمن دي، خو د دغه ښار وضعیت بیا هم ډېر خراب دی.

بل خوا، د سوریې حکومت ویلي و، د کوباني ښار د ملاتړ لپاره له کردي جنګیالیو سره د جنګي الوتکو او نورو پوځي توکو د همکارۍ وړاندیز یې کړی دی.

سوریه د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې د نړیوال ایتلاف غړیتوب نه لري.

د سوریې د اطلاعاتو وزیر عمران الزغبي ویلي و ''دولت د کوباني ملاتړ ته د خپلو ټولو پوځي، لوژستیکي، وسلو او نورو وسایلو همکارۍ ته چمتو دی''.

ورته مطالب