د اوکرایین ختیځ کې درنې ډزې شوې

د انځور حقوق EPA
Image caption اوکرایین وايي ګومان کوي چې روسیې له یاغیانو سره د پوځي وسایلو مرسته کړې خو مسکو دغه ادعا ردوي.

تېره شپه د اوکرایین په ختیځ کې د دونیڅک پر ښار د توپخانې درنې ډزې شوې دي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریاله ډریانا مایر وايي دا ډزې له تېرې یوې میاشتې راهیسې تر ټولو ناوړه او درنې وې چې نیژدي اته ساعته یې دوام وکړ.

نوموړې وايي داسې ښکاریده چې دواړه خواوې یاغیان او دولتي ځواکونه ډزې کوي.

دغه ډزې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې څارونکو د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو کې بې نښو په ډېر شمېر پوځي موټر ولیدل.

اوکرایین وايي ګومان کوي چې له یاغیانو سره د روسیې له خوا د وسایلو مرسته شوې خو مسکو دغه ادعا ردوي.

په تېر کې مسکو منلې وه چې پخواني روسي پوځیان د یاغیانو په پلوۍ جنګېږي.

د تېر اپریل میاشت کې وروسته له هغه چې روسي پلوو بیلتون غوښتوونکو د دونیڅک او لوهانسک کنترول خپل کړ تراوسه پورې په جګړو کې څه باندې ۴۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

که څه هم یو نازک اوربند د سپتمبر په میاشت کې وشو خو له هغه وروسته هم په سلګونه کسان وژل شوي دي.

د بي بي سي خبریاله وايي په دونیڅک کې د ډزو لړۍ وروسته له هغه پیل شوه چې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې ټاکنې وشوې خو وروستۍ ډزې ډېرې درنې وې.

دم ګړۍ په سیمه کې د ډزو کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی او د وروستیو درنو ډزو له امله د تلفاتو په اړه هم معلومات نشته.

په همدې حال کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان څارونکي وايي چې د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو کې یې ګڼ شمېر پوځي موټر او درنې وسلې لیدلي دي.

دغه راز ویل شوي چې د دونیڅک په سوېل لویدیځ کې نهه ټانکونه هم لیدل شوي دي.

ورته مطالب