د برلین ښار د دیوال د نړېدو ۲۵ مې کلیزې مراسم پیل شول

د انځور حقوق b
Image caption تر سړې جګړې او د برلېن د دېوال تر نړېدو کابو ۲۵ کاله تېر شوي دي

د جرمني د برلین ښار د دیوال د نړېدو ۲۵ مې کلیزې مراسم پیل شول.

دغې پېښې د سړې جګړې پای ته رسېدو کې مرسته وکړه او د دواړو جرمنیانو یو ځای کېدو ته یې لاره هواره کړه.

دغو یوه ورځنیو مراسمو کې به کنسرتونه تر سره شي، غونډې به وشي، نندارتونه به جوړ شي، د جرمني صدراعظمه اېنګلا مېرکل به کلېسا ته ورشي او د ختیځ جرمني د کمونیست رژیم قربانیانو یادګارونو ته به د ګلونو ګېډۍ کېږدي.

له نوموړې سره به دغو مراسمو کې د پولنډ سوداګرۍ اتحادیې پخوانی مشر لیچ والیسا او د پخواني شوروي مشر میخایل ګورباچوف ملګرتیا وکړي.

د برلین د ښار دیوال په ۱۹۶۱ کال کې جوړ شوی و تر څو د جرمني له ختیځ نه د جرمني لوېدیځ ته تګ راتګ بند شي.

په ۱۹۸۹ کال کې د دغه دیوال ړنګول د سړې جګړې پای ته رسېدو یو پیاوړی سمبول ګڼل کېږي.

نژدې دېرش کاله دې ديوال ښار په دوو برخو ويشلي و او د ختيځ کمونست جرمني يې له لوېديځ هغه څخه بيل کړى و.

د انځور حقوق v
Image caption د جرمني د برلین ښار د دیوال نړېدل د جرمنیانو یو ځای کېدو ته یې لاره هواره کړه

له دې مخکې د روان کال په اپریل میاشت کې د برلین ښار د دیوال په تړاو یو په زړه پورې رپوټ خپور شوی و چې په کې راغلي: په جرمني اوچک جمهوریت کې څېړونکو یوې ډېرې په زړه پورې خبرې ته پام شوی دی.

تر سړې جګړې او د برلېن د دېوال تر نړېدو کابو ۲۵ کاله تېر شوي دي.

خو څېړونکي وایي هغه هوسۍ چې د دې پخواني دېوال په شاوخوا سیمه کې ګرځي، اوس له یوې غاړې بلې غاړې ته نه ور اوړي.

کله چې دا دېوال پر ځای ولاړ و، نو اغزن مزي پکې وو او برق پکې پرېښودل شوی و چې څوک پرې وا نه وړي.

که څه هم اوس دا دېوال نشته او لاره پرانیستې ده، خو هغه هوسۍ چې تر سړې جګړې وروسته زېږېدلي، اوس هم له یوې غاړې بلې ته نه ور اوړي.

د انځور حقوق b
Image caption دغو یوه ورځنیو مراسیمو کې به کنسرتونه تر سره شي

څېړونکي وايي چې دوی په دې سیمه کې د کابو درې سوه هوسیو حرکت وڅاره.

دوی ته جوته شوه چې چکۍ هوسۍ په خپله خاوره او جرمنۍ هوسۍ په خپله خاوره کې ګرځي.

ساینس پوهان د دې علت هم په ګوته کوي.

دوی وایي چې د هوسۍ او داسې ډېرو ځناورو بچي کله چې واړه وي نو تر یوه کاله پورې خپله مور څاري او پسې ګرځي.

Image caption ساینس پوهان وایي، د هوسۍ بچي چې واړه وي نو تر یوه کاله پورې خپله مور څاري او پسې ګرځي

دوی یوازې هغو سیمو ته ورځي چې مور یې ځي.

نو له دې کبله دوی له ځانګړو سیمو سره بلدېږي او بیا چې کله لوی هم شي هماغلته ګرځي.

مطلب دا چې په راتلونکي کې به د دوی بچي هم یوازې په همدغو سیمو کې څري.

ورته مطالب