گورباچف :نړۍ د يوې بلې سړې جگړې پرڅنډه ده

د انځور حقوق AP

له نن څخه ٢٥ کاله مخکې د برلين ديوال ونړېد چې ورسره جوخت ختيځ جرمني کې د کمونست رژيم ټغر ټول شو او له نژدې درې لسيزو وروسته جرمني بېرته يو واحد هېواد شو.

نژدې دېرش کاله دې ديوال ښار په دوو برخو ويشلي و او د ختيځ کمونست جرمني يې له لوېديځ هغه څخه بيل کړى و.

په پام کې ده چې نن په زرگونه خلک د دېوال د نړېدو د لمانځنې په مراسمو کې برخه واخلي.

د د يوال په نړېدو سره نړۍ کې سړه جگړه هم پاى ته ورسېده.

خو د برلين برنډينبرگ کې له همدې کبله جوړې شوې شوې يوې غونډې ته د

د وينا پرمهال د پخواني شوروي اتحاد مشر ميخاييل گورباچف خبردارى ورکړچې نړۍ د نوې سړې جگړې پر څنډه ولاړه ده.

"باید دا ومنو،چې د دغې پېړۍ په پیل کې زموږ د فورمت له رامنځته کېدو راهیسې موږ هېڅکله له دا ډول یوهّ کړکېچن او خطرناک چاپېریال سره نه وو مخامخ شوي. په اروپا او په منځني ختیځ کې وینه توېيدنه په داسې یوهّ حالت کې چې د لویو ځواکونو تر منځ د خبرو اترو لړۍ شلېدلې، د خورا ډېرې اندېښنې وړ ده.

نړۍ د یوې نوې سړې جګړې په درشل کې ده، ځینې آن وايي چې دا جګړه لا وختي پیل شوې ده".

داوکرايين روان کړکېچ ته په اشارې ښاغلي گورباچف لويديځ او په تېره د امريکا متحده ايالتونه تورن کړل چې د شوروى بلاک له نړېدو وروسته پر خپلو برياو غره شول.

"په نړۍ کې د بدلون د مشرۍ پرغاړه اخیستو پر ځای، اروپا د سیاسي اړوپېچ د اغېز او د سیمو د پراخولو د سیاليو او په پای کې د پوځي شخړې په یوهّ ډګر بدله شوې ده چې پایله یې په حتمي توګه د اروپا کمزوري کېدل دي، په داسې یوهّ وخت کې چې د واک او اغېز نور مرکزونه د زور اخیستو په حال کې دي.

که دا حالت همداسې روان وي، اروپا به په نړیوالو چارو کې یو پیاوړی غږ له لاسه ورکړي او کرار کرار به بې ربطه شي."

د لوديځ او روسيې ترمنځ د اوکرايين د کړکېچ پرسرترينگلتيا ډېره شوې چې يو مهالې د پخواني شوروي اتحاد برخه و.

د اوکرايين د کړکيچ د پيل راهيسې شاوخوا ٤٠٠٠ کسان د اوکراييني او روسي پلوه بيلتون پالو ترمنځ جگړو کې وژل شوي دي.

ورته مطالب