د چين او جاپان ترينګلې اړيکي مخ په ښه کېدو دي

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption د چين ولسمشر شي جېن پينګ او د جاپان لومړي وزير شينزو ابې سره ولیدل

د چين ولسمشر شي جېن پينګ او د جاپان لومړي وزير شينزو ابې له هغه دوه کاله وروسته چې واک ته ورسېدل په لومړي ځل خبرې کړې دي. د بېجنګ له سيمه ييزې سرمشريزې وړاندې د دوی ليدنه د ختيځ چين سمندر کې د ټاپوګانو پر سر د راولاړ شوي کړکېچ د هواري لپاره يوې موافقې ته د رسېدو هڅه بلل کېږي.

له نيم ساعته رسمي خبرو وروسته ښاغلي شينزو ابې په ښکاره وويل، د دواړو مشرانو مخامخ کتنه د اړيکو د ښه کېدو په برخه کې لومړنی ګام و:"دا زموږ د ګټورو اړيکو د بېرته رغېدو په لار کې اساسي او لومړنی ګام و. زما په باور نه يوازې زموږ ګاونډيو هېوادونو، بلکې د نړۍ نورو هېوادونو هم لويه هيله لرله چې چين او جاپان دې خبرې وکړي. موږ بلاخره د دوی هيلې ژوندۍ کړې او د اړيکو د غوړېدو په برخه کې موږ لومړني ګامونه پورته کړل."

له دې نه مخکې دغو ټاپوګانو په تړاو داسې رپوټونه خپاره شوي و چې چینايي رسنیو د ۷۲ کوچنیو او لویو ټاپوګانو لست په چينايي ژبه خپور کړی او د هغو موقعیتونه یې په نښه کړي دي. دغه راز جاپان هم ویلي و، چې پر ۳۹ داسې ټاپوګانو یې نومونه اېښي چې څوک پکې نه اوسېږي خو وايي، چې دا ټاپوګان د جاپان په انحصاري اقتصادي زون کې موقعیت لري.

په دې ټاپوګانو کې ځینې یې داسې دي چې چین او جاپان یې د ملکیت پر سر لانجه لري.

چین او ټایوان هم دغه ټاپوګان خپل ملکیت بولي.

چین وايي، دا ټاپوګان له ډېرې پخوا زمانې راهیسې د دوی ملکیت دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption چین او ټایوان هم دغه ټاپوګان خپل ملکیت بولي

دغه سیمه د کبانو او احتمالي تیلو له پلوه ډېره غني ده او د کښتیو د تګ راتګ لارې ته هم نژدې ده.

په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د چین او جاپان ترمنځ یوه ديپلوماتیکه لانجه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه چینايي کښتۍ د جاپاني ساتونکو له دوو کښتیو سره ټکر شوه.

له دې پیښې وروسته په دواړو هېوادونو کې ملت پالو مظاهرې وکړې.

په تېرو څو کلونو کې چین، د چین د سندر په دواړو برخو ختیځ او سویل کې د ټاپوګانو د ملکیت په اړه خپلې ادعاوې ډېرې کړې دي.

ورته مطالب