کويټ: بې تابعيته کسان دې جزرالقمر ته ولاړ شي

د انځور حقوق Getty
Image caption د کویټ بې تابعيته وګړي ځانونه د کویټ تابعت پورې تړي

په کویټ کې اوسیدونکي شاوخو ۱۰۰ زره کسان له تابعيت بې برخې دي او د ،بدون، اصطلاح ورته کارول کېږي چې د افریقا جزرالقمر سیمې د تابعيت بلنه ورکړل شوې.

دغه اوسیدونکي ځانونه د کویټ وګړي ګڼي، خو د کویټ دولت دغه خلک د خپل هېواد وګړي نه بولي.

په وروستیو کلونو کې دغو کسانو د کویټ د تابعت غوښتنه د لویو لاریونونو په ترڅ کې کړې، چې څو ځلې د پولیسو له خوا غبرګون سره هم مخامخ شول او سلګونه کسان یې بندیان هم کړل.

د کویټ دولت وايي، د دغو کسانو له ډلې یوازې ۳۴۰۰۰ یې د کویټ د تابعت اخیستو وړ دي. د کویټ دولت پاتې نور بې تابعیته کسانه کډوال یا د کډوالو اولاده ګڼي چې په تیره نیمه پیړۍ کې کویټ ته ورغلي دي.

جزر القمر کمزوری اقتصاد لري خو د عربي ټولنې غړیتوب یې په برخه دی.

مخکې له دې پر جزر القمر فرانسه واکمنه وه، چې ډېر کلونه یې په کورنۍ جګړه کې تېر کړل او څو ځلې د ویش تر پولو هم ورسېدل.

د کویټ هېواد یوه لوړ پوړي چارواکي ويلي، بې تابعيته کسان که د جزر القمر تابعیت ته غاړه کېږدي نو په کویټ کې به د اوسېدو اجازه ورکړیی شي او ترڅنګ به یې له روغتیايي بیمې او د زدکړو هم برخمن شي.

ده زیاته کړه، چې د غوښتونکو کسانو نوم لیکنه به په کویټ کې د جزر القمر سفارت په پرانېستل کېدو سره په راتلونکو څو میاشتو کې پیل شي.

د جزرالقمر دولت تر دې دمه په دې اړه یې هیڅ ډول څرګندونې نه دي کړې.

ورته مطالب