اوباما : د "داعش" ډلې پرضد د تعرض پړاو پيل شوى

د انځور حقوق

ولسمشر اوباما ويلي دي، عراق ته د نورو ١٥٠٠ امريکايي عسکرو لېږل د اسلامي دولت ډلې پرضد جگړه کې د نوي پړاو د پيل څرگندويي کوي.

د سي بي ايس له ټلويزيون سره په خبرو کې ښاغلي اوباما وويل لومړى پړاو بشپړ

شوى او د اسلامي دولت پرضد ټلواله اوس په داسې يوه حالت کې ده چې په تعرض لاس پورې کړي.

"پرهغه څه چې موږ پوهېدلو دا وچې لومړی پړا د یوهّ پراخ بنسټه او با اعتباره عراقي حکومت جوړول و.

اوس مو دا کار ترسره کړی دی. نو په دې توګه اوس چې موږ کوم څه کړي دي، هغه یوازې د اسلامي دولت ډلې د پرمختګ مخنیوی نه دی، بلکې او س مو ږپه داسې یوهّ دریځ کې یو چې پر یرغل پیل کړو. هوايي بریدونه د اسلامي دولت ډلې د وړتیاوو په کمولو او د هغوی د پرمختګونو په درولو کې خورا ډېر اغېزمن و. اوس موږ ځمکنیو ځواکونو ته اړتیا لرو،عراقي پلیو ځواکونو ته، چې د هغوی پر شا تمبول پیل کړي."

په همدې حال کې عراقي چارواکي وايي ځواکونو يې هېواد کې د تيلو د تصفيې له ستر ښار بيجې نه د اسلامي دولت د اورپکو په شړلو کې بيسارى پرمختگ کړى دى.

د امريکا ترمشرۍ ټلواله د اگست راهيسې له عراقي اوکردي ځواکونو سره د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جگړه کې مرسته کوي.

عراق ته د نويو امريکايي عسکرو د استولو په تړاو د امريکا د دفاع وزارت په اعلامېې کې راغلي چې دغه عسکربه د روزنې څو مرکزونه جوړ کړي چې د عراقي پوځ نهو قول اردوگانو او د کردانو د پيشمرگه دريو لواگانو ته روزنه ورکړي.

امريکا وار دمخه عراق کې ١٦٠٠ عسکر لري، چې له نويو هغو سره به يې شمېرتردرې زرو واوړي.

ولسمشر اوباما دارنگه دې هېواد ته د نورو عسکرو لېږل هم نه دي رد کړي

ورته مطالب