د اسراييلو لومړى وزير: اسراييلي ضد بلواگر ځپو

د انځور حقوق EPA

دوه اسرايليان تل ابيب او ترنيواک لاندې لوديځې غاړې کې په چړې وهل شوي او وژل شوي دي.

په لومړي بريد کې يو اسراييلى عسکر تل ابيب کې په نښه شو او په دې تړاو د لوديځې غاړې د نابلوس په ښار کې يو فلسطينى زنداني شو.

وروسته د لودېځې غاړې د الون شفوت په يهودي ميشت ځاى کې پر يوې اسراييلۍ ميرمنې بريد وشو.

بريد کوونکى د امنيتي ساتونکو په ډزو کې و وژل شو.

دغه بريدونه داسې مهال کېږي چې د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ ترينگلتيا تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د اسراييلو لومړي وزير بنيمن نتنياهو ژمنه کړې چې له ټولو ممکنه لارو به کار واخلي چې تاوتريخوالي ودروي

"موږ به د فلسطینۍ ادارې له خوا د افراطي اسلام د استازو د پارولو پر ضد وجنګېږو. موږ به د هغو بلواګرو پر ضد پرېکنده ګامونه واخلو چې د اسراییولو د وروکولو نارې وهي."

د يکشنبې په ورځ د اسراييلو په زياتره عرب ښارونو کې وروسته له هغه پوليس په ډبرو و ويشتل شول چې يو فلسطينى هلک يې په ډزو وواژه. دغه فلسطيني ځوان په چړې سره پرپوليسو بريد کړى و .

د غزې جگړې د اسراييلو پرضد د فلسطييانو غوسه راوپاروله او دا غوسه په ختيځ بيت المقدس کې د نويو يهودي ميشت ځايونو د پلانونو او د الاقصي جومات په انگړ کې د عبادت کولو د حساسي موضوع پرسرلا زياته شوه

ورته مطالب