هند کې د ۱۳ ښځو د مړينې پلټنه پيل شوې ده

د انځور حقوق ALOK PUTUL
Image caption د نفوسو د کنټرول مرکزونه په ټول هند کې جوړ شوي دي

د مرکزي هند د چتيس ګهړ ايالتي حکومت د هغو ۱۳ ښځو د مړينې د پلټنو امر کړی، چې په يوه ځايي روغتيايي مرکز کې يې د شنډېدو عمليات په بد واوښتل او مړې شوې.

شاوخوا ۵۰ ښځې نورې په روغتون کې بستري دي، چې د ۲۰ وضعيت يې نازک ښوول شوی دی.

دغه ښځې وروسته له هغه حکومتي روغتون ولېږدول شوې چې له سخت درد او تبې يې شکايت وکړ.

د نفوسو د کنټرول مرکزونه په ټول هند کې جوړ شوي دي.

په دغه هېواد کې د متحد ايالاتو، برازيل، پاکستان، او بنګله دېش هېوادونو د نفوسو په اندازه خلک اوسېږي.

د ۲۰۱۱ کال احصايې له مخې د هند نفوس ۱،۲۱ ميليارد کسانو ته رسېده او د دې مانا دا ده چې دغه هېواد به تر ۲۰۳۰ پورې د نړۍ له ډېر نفوس لرونکي هېواد چين نه مخکې شي.

د چتيس ګهړ روغتيايي چارواکو هندو ټايمز ورځپاڼې ته د دغو وژنو په تړاو هر ډول مسووليت اخيستل رد کړي دي.

خو ځينو يې دا ښوولې چې ډاکټران د چارواکو تر سخت فشار لاندې دي چې په ډېر لږ وخت کې د ښځو د شنډېدو ډېر عملياتونه وکړي.

ورځپاڼې د دغه ايالت د مشر وزير رمن سېنګ له قوله ويلي، د ښځو د مړينې له امله د څلورو لوړپوړو روغتيايي چارواکو دندې ځنډول شوي دي.

راپور وايي د هغه مشر ډاکتر په اړه هم پوليسو ته رسمي شکايت لېږدول شوی، چې ادعا کېږي دغه عملياتونه يې کړي دي.

ښاغلي سېنګ ويلي لومړني شواهد ښيي، چې دغه ښځې د دوی روغتيا ته د نه پاملرنې له امله مړې شوې دي.

د چتيس ګهړ مشر وزير وويل: ((د درملو د کيفيت، د عملياتو د معيار، له عملياتو وروسته د ترسره شويو اقداماتو او نورو زاويو هر اړخيزه پلټنه وشي)).

ورته مطالب