ایم ایس ایف: د اېبولا د درملو ازمایښتي پړاونه پیلوو

د انځور حقوق PA
Image caption د بې پولو ډاکټرانو ټولنه وايي له ازمایښتي پړاونو سره به په ناروغۍ اخته کسان هیله من شي.

د بې پولو ډاکټرانو ټولنه/ایم ایس ایف وايي د لویدیځې افریقا په اېبولا ځپلو سیمو کې په خپلو روغتیايي مرکزونو کې د اېبولا ناورغۍ لپاره جوړ شوي درمل په ازمایښتي توګه پیلوي.

دغه خیریه اداره چې د اېبولا ناورغۍ په برخه کې تر نورو ډېره تجربه لرونکې ده وايي په ازمایښتي توګه د درملو له کارولو سره به ناروغانو ته د درملنې یوه هیله پیدا شي.

له جینوا نه د بي بي سي خبریاله ایمجن فالکس په دې اړه په خپل رپوټ کې وايي درې ډوله درمل چې دوه ډوله یې وار دمخه د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا پیژندل شوي په دې ازماښتي پړاونو کې کارول کېږي.

له دې نه لومړنی هدف دا چې په لومړیو ۱۴ ورځو کې په دې هیله ناروغان ژوندي وساتل شي چې د رغېدو چانسونه یې ښه کېږي.

دم ګړۍ د خپرې شوې اېبولا ناروغۍ له امله له ۵۰ تر ۸۰ سلنې پورې اخته کسان مړه کېږي.

خو اوس داسې هیلې پیدا شوې چې د دغسې درملو ازمایښتي پړاونو چټکول کولای شي چې د ځینو ناروغانو ژوند وژغوري.

د بریتانیا، فرانسې او بیلجیم روغتیايي څیړونکې به په لویدیځه افریقا کې له بې پولو ډاکټرانو سره د دغو درملو په ازمایښتي پړاو کې برخه اخلي.

د بې پولو ډاکټرانو ټولنه وايي په دې ازمایښتي پړاونو کې د نړیوالې ټولنې ګډون په اېبولا اخته کسان هیله من کړي دي.

ویل شوي چې د درملو د کارونې ازمایښتي پړاونه به د راتلوونکې میلادي میاشتې له لومړیو پیل او پایلې به یې د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ ترمیاشتې څرګندې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د سپتمبر په میاشت کې اعلان وکړ چې د اېبولا ناروغۍ پرضد جوړ شوي درملو ازمایښتي پړاونه به چټک شي.

درمل

له دریو ډولو درملو نه دوه ډوله یې د ګلکسو سمیت کلاین کمپنۍ او یو ډول یې په کاناډا کې جوړ شوی دی.

د ګلکسو سمیت کلاین کمپنۍ له خوا جوړ شوي درمل په مالي کې ازمویل شوي او د کاناډا له خوا جوړ شوی واکسین اوس په امریکا کې په ازمایښتي ډول کارول کېږي.

ویل کېږي چې تراوسه پورې په لویدیځه افریقا کې ۱۴ زره کسان په اېبولا ناورغۍ اخته شوي او د دې ناروغۍ له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۱۶۰ پورته شوی دی.

ورته مطالب