له ۳۰ ډېر عراقي پوځي افسران له دندو ګوښه کړی شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا ګام یې د پوځ د لا مسلکي کولو او د اداري فساد د ریښو د غوڅولو لپاره کړی دی

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي تر ۳۰ ډېر پوځي افسران له خپلو دندو لرې کړي دي.

په دوی کې ځینې له وخته مخکې تقاعد شوي او ځینې یې ګوښه کړل شوي دي.

د دغو افسرانو نومونه نه دي په ډاګه شوي، خو له بغداده رپوټونه وايي، چې په لرې شویو کسانو کې د پوځ لوی درستیز هم شامل دی. ښاغلي عبادي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ګام یې د پوځ د لا مسلکي کولو او د اداري فساد د ریښو د غوڅولو لپاره کړی دی.

په سیمه کې د بي بي سي یو خبریال وايي، ډېری دغه ګام ته د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد د عراقي پوځ د کمزوري مقاومت پر وړاندې د یوه غبرګون په سترګه ګوري.

دغې ډلې له تېرې جون میاشتې راهیسې د عراق په شمال کې ګڼې سیمې لاندې کړې دي.

د انځور حقوق AP
Image caption په دوی کې ځینې له وخته مخکې تقاعد شوي

د متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما عراق کې له داعش ډلې سره په جګړې کې د عراقي پوځیانو مرستې لپاره د ۱۵۰۰ اضافي امریکايي پوځي کسانو ځای پر ځای کول رسماً منلي و.

پینټاګون ویلي و، د دغو پوځیانو رول به محاربوي نه وي او عراقي پوځیانو سره به مرسته کوي او سلا مشورې به ورکوي.

دغه امریکايي ځواکونه به له هغو ۱۴۰۰ نورو امریکايي پوځیانو سره یو ځای وي، چې وار له مخه عراق کې دي او له ایربیل او بغداده بهر به دوه روزنیز مرکزونه جوړ کړي.

ورته مطالب