بوکو حرام وسله والې ډلې د چیبوک ښارګوټی نیولی

د انځور حقوق AP
Image caption د دغو تښتول شویو نجونو له ډلې ۲۱۹ تنه لا هم ورکې دي

له شمال ختیځې نایجېریا نه رپوټونه وايي، بوکو حرام وسله والې ډلې د چیبوک ښارګوټی نیولی دی.

دې ډلې له دغه ښارګوټي نه اووه میاشتې وړاندې تر دوو سوو زیاتې د ښوونځي زده کوونکې تښتولې وې، چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.

د دغې سيمې د امنيت ساتلو د يوې شخصي ډلې غړی موسی علي وايي، دوی د ښار د ساتلو هڅه وکړه، خو حکومتي ځواکونو يې ملګرتيا و نه کړه:"دوی تېر مازديګر شاوخوا څلور بجې زموږ سيمې ته راغلل. دوی دوه ډلې وې او شمېر يې له حسابه وتلی وو. له راتګ وروسته يې ډزې پيل کړې، زموږ ملګرو هم متقابلې ډزې وکړې. ټولو امنيتي ځواکونو او سرتېرو ورته يوازې پرېښودو او دوی وتښتېدل. دوی پر بريدګرو ډزې و نه کړې او يوازې منډې يې ترې وهلې."

د چیبوک اوسېدونکي وايي، د بوکو حرام ډلې د جنګیالیو لومړۍ ډلې د جمعې په شپه(نوامبر ۱۴) دغه ښارګوټي ته ورننوتې او اوس یې تر ولکې لاندې دی.

د نایجېریا په مشرانو جرګه کې د دې سیمې یوه استازي بي بي سي ته ویلي، چې په چیبوک کې ګومارل شوي امنیتي ځواکونه د بوکو حرام له بریده وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

دغه ښارګوټی په اپرېل میاشتې کې هغه مهال مشهور شو، چې بوکو حرام جنګیالیو پکې د یوه ښوونځي لسګونه زده کوونکې وتښتولې.

د دغو تښتول شویو نجونو له ډلې ۲۱۹ تنه لا هم ورکې دي.

د انځور حقوق AP
Image caption بوکو حرام وسله والې ډلې د چیبوک ښارګوټی نیولی

له هماغه وخته راهیسې د دې سیمې خلک شکایت کوي چې خوندیتوب نه لري او ګڼ اوسېدونکي یې د وسله والو د بریدونو له وېرې د هېواد نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د نایجېریا کړکېچ د هرې ورځې په تېرېدو لا پسې پراخېږي، خو داسې ښکاري چې د سیاستوالو ډېر پام یې د راتلونکي کال ټاکنو ته دی.

پوځ یې په پرله پسې ډول په شمال ختیځ کې د پرتو ښارګوټو او کلیو په دفاع کې پاتې راغلی.

له همدې امله بوکو حرام ډلې په دې وروستیو کې د نایجېریا په دغه جګړه ځپلې برخه کې تر خپلې ولکې لاندې سیمه ورځ تر بلې پراخه کړې ده.

ورته مطالب