د ماشومانو ګوزڼ له منځه وړلو کې "لوی پرمختګ" شوی

د انځور حقوق Getty
Image caption کارپوهانو ويلي نړۍ د "هر بل وخت پرتله ډېره نژدې" شوې وه، چې ګوزڼ ته ماتې ورکړي، خو په پاکستان کې روان حالت د اندېښنې وړ دی

د ناروغيو کابو کولو لپاره د امريکا مرکزونو (سي ډي سي) ادارې ويلي په نړيواله کچه د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو مبارزه کې "لوی پرمختګ" شوی دی.

د دغې ادارې کارپوهان فکر کوي د ګوزڼ ويروس دريو بڼو دوهم يې واکسين له پراخو مبارزو وروسته له منځه وړل شوی دی.

د ګوزڼ درېيمه بڼه وحشي ويروس څه د پاسه دوه کاله مخکې موندل شوی دی. دوهمه بڼه يې په ۱۹۹۹ کال کې له منځه وړل شوی و.

کارپوهانو ويلي نړۍ د "هر بل وخت پرتله ډېره نژدې" شوې وه، چې ګوزڼ ته ماتې ورکړي، خو په پاکستان کې روان حالت د اندېښنې وړ دی.

ګوزڼ په لوړه کچه ساري ناروغي ده، او د هرو ۲۰۰ کسانو ترمنځ د يو کس شلتوب لامل کېږي.

ځينې ماشومان کله يې چې د تنفس يا ساکاږنې مرستندويه عضلې له کاره ولوېږي، مري.

خو د دغې ناروغۍ له منځه وړلو کې لوی پرمختګ شوی دی. د ګوزڼ پېښې چې په ۱۹۸۸ کال ۳۵۰ زره وې، په ۲۰۱۳ کال کې ۴۱۶ ته لوېدلې دي.

د ناروغيو کابو کولو په اړه د امريکا مرکزونو (سي ډي سي) ادارې په وينا د درېيمې بڼې وروستۍ پېښه د ۲۰۱۲ کال په نومبر کې موندل شوې وه.

خپرېدونکې ناروغي

د امريکا (سي ډي سي) د نړيوالې روغتيا مرکز يوه جګپوړي چارواکي ډاکټر سټېفن کوچي ويلي "كېدی شي د دريو دوهم مو له منځه وړی وی، دا يو لوی پرمختګ دی."

خو مخکې له دې چې درېيمه بڼه په رسمی ډول له منځه وړل شوی اعلان شي، يوه رسمي بهير ته اړتيا ده، چې د ګوزڼ نړيوال تصدیق کمسيون هم بايد په کې ښکېل وي. دا به لږترلږه يو بل کال هم ونه شي.

لومړۍ بڼه په دريو هېوادونو، پاکستان، افغانستان او نيجېريا کې لا يوه خپرېدونکې ناروغي ده.

ډاکټر کوچي بي بي سي ته وويل : "دا يې تر ټولو اغزنه بڼه ده. د ځينو لاملونو له مخې چې روښانه نه دي، دا د ګوزڼ پېښو تر ټولو عام لامل، او د شلوونکي ګوزڼ تر ټولو پرله پسې پېښېدونکی لامل دی."

په نيجېريا کې پرمختګ شوی، چې پېښې يې په ۲۰۱۳ کال کې له ۵۳ نه سږ کال شپږو ته لوېدلې دي.

خو ډاکټر کوچي وايي "تر ټولو لويه ستونزه مو په پاکستان کې لا پسې په ناوړه کېدو ده."

د ګوزڼ پېښې هلته تېر کال له ۵۹ په ۲۰۱۴ کال کې ۲۳۶ ته ختلې او لا پسې په لوړېدو دي.

ډله ييزه کډوالي

پاکستاني طالبانو له ډېورېنډ کرښې سره نژدې ځينو قبايلي سيمو کې له شاوخوا دوو کلونو راهيسې د ګوزڼ پر وړاندې واکسينولو پرګرامونه درولي دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د واکسينولو پروګرامونه د ګوزڼ پر وړاندې مبارزه کې ډېر بريالي دي

له تېر اوړي راپه دې خوا وروسته له هغه له شمالي وزيرستانه د خلکو ډله ييزه کډوالي پيل شوه، چې د پاکستان پوځ په کې عمليات پيل کړل.

ډاکټر کوچي زياته کړه : "ښه خبره دا ده چې دغو ماشومانو ته اوس د کډوالو پنډغاليو يا د دغه هېواد نورو برخو کې رسېدنه کېدی شي، او واکسينېږي. خو بده خبره دا ده چې د ګوزڼ ويروس د دغه هېواد ټولو برخو کې خپور شوی، او له کراچۍ نیولې تر پنجابه يې پېښې موندل شوې دي."

دا د دې معنا لري چې نورو هېوادونو ته هم د ګوزڼ د خپرېدو جدی خطر شته. دغه ويروس په ۲۰۱۳ کال کې له پاکستان نه ان تر سوريې پورې رسېدلی و.

د امريکا ايموري پوهنتون د واکسين مرکز پوفيسور والټ ارېنسټن بي بي سي ته وويل: "درېيمه بڼه ويروس داسې ښکاري چې تللی، فکر کوم تر ډېره ښکاري چې موږ همدې ځای کې يوو، خو ډېره وختي ده چې ووايو په بشپړه ور رسېدلي يوو. نو دا يو بشپړ بری نه دی، خو هيلې ورسره ملې دي."

خو ده خبرداری ورکړ: "پاكستان لويه اندېښنه ده، د ګوزڼ لومړۍ بڼې وحشي ويروس ۸۵٪ سږ کال په پاکستان کې و، خو په نيجېريا کې ريښتينې هيله ده چې ان د روان کال تر پايه له دې لومړۍ بڼې ځان خلاص کړی شو."